په نړيوالو چارو به پاكستان او چين د يو بل بشپړ ملاتړ روان ساتي۔ سي پېك منصوبه د چينائي اولس مشر د “ون بېلټ ون روډ” وژن عكاسي كوي۔ د چينائي خارجه وزير نومبر كښې وزيراعظم عمران خان ته د چين دورې بلنه٬ پاكستان به خپله خاوره د چا په ضد ترهګرۍ له كارولو له ورنكړي۔ د پاكستان او چين خارجه وزيرانو ملاقات نه وروستو په ګډه خبري كنفرنس

اسلام آباد ۔08 ستمبر(اے پی پی) پاکستان او چین ددې عزم پخلې كړې چې په نړيوالو چارو به دواړه هېوادونه د يو بل د دريځ بشپړه ملاتړ كول روان ساتي۔ سي پېك منصوبه د چينائي اولس مشر د "ون بېلټ ون روډ "وژن عكاسي كوي۔ د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي پاكستان ددې خبرې عزم لري چې خپله خاوره به د چا په ضد ترهګرۍ له كارولو …

اسلام آباد ۔08 ستمبر(اے پی پی) پاکستان او چین ددې عزم پخلې كړې چې په نړيوالو چارو به دواړه هېوادونه د يو بل د دريځ بشپړه ملاتړ كول روان ساتي۔ سي پېك منصوبه د چينائي اولس مشر د “ون بېلټ ون روډ “وژن عكاسي كوي۔ د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي پاكستان ددې خبرې عزم لري چې خپله خاوره به د چا په ضد ترهګرۍ له كارولو له ورنكړي۔ د خالي په ورځ د پاكستان په دوره راغلي د چين خارجه وزير وانګ ژي د خارجه دفتر دوره وكړه۔ په دې مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپل چينائي همڅنګ ته هركلې ووې۔ د دواړو همڅنګو ترمينځھ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وروستو په ګډه خبري كنفرنس كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل وانګ ژي د پاكستان پخوانې ملګرې دې او ده ټولو عمري د پاكستان ملاتړ كړې۔ ده ووئيل د چين خارجه وزير به د خپلې دورې په مهال اولس مشر ٬ وزيراعظم او د پوځ سرلښكر سره ملاقات كوي۔ د چين خارجه وزير وزيراعظم عمران خان ته د چين دورې بلنه وركړه۔ پاكستان هم د چين اولس مشر او وزيراعظم ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل خپل چينائي همڅنګ سره ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او نړيوالو چارو خبرې وشوې۔ ده ووئيل سي پېك پاكستان او منطقې لپاره پراخا تزويراتي اهميت لري۔ سي پېك سره د اړوند چينائي وګړو ساتنه او سلامتيا تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل چين د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو ستائنه كړې۔ چين په نړيواله ورورولۍ زور راړوې چې د پاكستان قربانۍ تسليم كړي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د چين خارجه وزير ووئيل پاكستان د چين تر ټولو غوره او د باور وړ ملګرې دے۔ پاكستان ته پېښې ستونزې به په ګډه هوارې كړو۔ پاكستان سره به هره څانګه كښې مرسته روانه ساتو۔ ده ووئيل د پاكستان دورې مقصد نوي حكومت سره رابطې زياتول دي۔ ده ووئيل چين خپله خارجه پالېسۍ كښې پاكستان ته ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل د بې وزلۍ ختمولو او د پاكستان پرمختګ له به په زړه پورې مرسته كوؤ۔ پاكستان سره روانې ټولې منصوبې به ترسره كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان چين سره په ګډه مخ په وړاندې د تلو عزم كړې۔ د پاك چين اړيكو ښكلا دې كښې ده چې په دې كښې په هېڅ كچه كوم تحفظات نشته۔ د چين خارجه وزير پاكستان سره د دفاعي مرستې زياتولو اعلان كولو سره ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد بلها قربانۍ وركړې دي۔ چين د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هڅو او په نړيوالو چارو د پاكستان د دريځ بشبړ ملاتړ كوي۔

مزید خبریں