کوئټه ۔08 ستمبر(اے پی پی) بلوچستان كښې دوه نورو وزيرانو سوګند پورته كړو۔ په سوګند پورته كوؤنكو كښې د بلوچستان عوامي ګوند سردار عبد الرحمن كھيتران او د بي اېن پي اسد بلوچ شامل وو۔ د سوګند پورته كولو دستوره په ګورنر هاؤس كوئټه كښې وشوه۔ لنډ مهاله ګورنر عبد القدوس بزنجو نوې وزيرانو ته سوګند وركړو۔ سردار عبد الرحمن كھېتران د صوبائي اسمبلۍ په چوكۍ پي بي 8 بارکھان …
په بلوچستان كابينه كښې دوه نورو وزيرانو سوګند پورته كړو۔ د بلوچستان لنډ مهاله ګورنر عبد القدوس بزنجو دوئي ته سوګند وركړو

مزید خبریں
کوئټه ۔08 ستمبر(اے پی پی) بلوچستان كښې دوه نورو وزيرانو سوګند پورته كړو۔ په سوګند پورته كوؤنكو كښې د بلوچستان عوامي ګوند سردار عبد الرحمن كھيتران او د بي اېن پي اسد بلوچ شامل وو۔ د سوګند پورته كولو دستوره په ګورنر هاؤس كوئټه كښې وشوه۔ لنډ مهاله ګورنر عبد القدوس بزنجو نوې وزيرانو ته سوګند وركړو۔ سردار عبد الرحمن كھېتران د صوبائي اسمبلۍ په چوكۍ پي بي 8 بارکھان او اسد بلوچ پی بی 43 پنجګور څخه د صوبائي اسمبلۍ غړې ټاكلې شوې وو۔ د سوګند پورته كولو دستوره كښې د بلوچستان اعلی وزير جام كمال خان ٬ صوبائي وزيران او د اسمبلۍ غړي موجود وو۔ په بلوچستان كابينه كښې تر دې دمه 12 وزيرانو سوګند پورته كړې۔ بلخوا 4 صلاكار هم د بلوچستان كابينه كښې شامل دي











