كابل 02 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان د كركټ بورډ سلېكشن كمېټې اسيا كركټ كپ لپاره د قومي لوبډلې اعلان وكړو۔ په قومي لوبډله كښې څلور سپېنران شامل كړې شوي دي او وكټ كيپر منير احمد په وړومبي ځل په لوبډله كښې ځائ پېدا كړې۔ اسيا كپ به د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه په متحده عرب اماراتو كښې پېل كېږي۔ په اعلان شوې لوبډله كښې كپتان اصغر افغان٬ محمد شهزاد٬ جاوېد احمدي٬ رحمت شاه٬ سميع الله شنوارې٬ حشمت الله شاهدي٬ نجيب الله ځندران٬ محمد نبي٬ ګلبدين نائب٬ راشد خان٬ مجيب الرحمان٬ آفتاب عالم٬ احسان الله جنت٬ سيد شېرزاد٬ وفادار او منير احمد كاكړ شامل دي۔