لاهور 02 ستمبر (اے پي پي) اسيا كپ لپاره د كركټ د قومي لوبډلې د تربيې كېمپ دوهم پړاؤ به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په قذافي سټېډيم لاهور كښې پېل كېږي كوم به چې د ستمبر تر لسمه نېټه روان وي۔ په كېمپ كښې به تر ټولو وړاندې د لوبغاړو فټنس ټېسټ كېږي٬ په كېمپ كښې په ګډون كوونكو لوبغاړو كښې فخر زمان، امام الحق، شان مسعود، محمد حفیظ، بابر اعظم، شعېب ملک، آصف علی، حارث سهېل، سرفرازاحمد، شاداب جان، محمد نواز، عماد وسیم، حسن علی، عثمان خان شنواری، محمد عامر، جنید جان،شاهین خان آفریدی اور فهیم اشرف شامل دي۔