د زمبابوے كركټ لوبډله به سږ كال د بنګله دېش دوره كوي

هرارې 31 اګست (اے پي پي) د زمبابوے كركټ لوبډله به سږ كال د اكتوبر په مياشت كښې د بنګله دېش دوره كوي ٬ په ابتدائي توګه لوبډلې ته د راتلونكي كال د جنورۍ په مياشت كښې دوره كول ٶ خو اوس به د دواړو هېوادونو لوبډلو ترمېنځه سېريز په اكتوبر كښې كېږي ۔ او د دواړو لوبډلو د بورډز ترمېنځه د دوه ټېسټ او درې ون ډے مېچونو پحقله خبرې روانې دي