هرارې 21 اګست (اے پي پي) د زمبابوے د كركټ لوبډله به سږ كال د اكتوبر په مياشت كښې د بنګله دېش دوره كوي۔ په ابتدائي توګه د زمبابوے لوبډلې ته راتلونكې كال د جنورې په مياشت كښې بنګله دېش ته سفر كول وو خو اوس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه په اكتوبر كښې سېريز كېږي۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو او د درې يو ورځنو مېچو په اړه خبرې روانې دي۔