د قومي آرچری لوبډلې درې كسيزه ډله ایشن لوبو كښې ګډون له جكارته ته ورسېده

اسلام آباد ۔ 19 اګست(اے پی پی) د قومي آرچری لوبډلې درې كسيزه ډله ایشن لوبو كښې ګډون له جكارته ته رسېدلې ده۔ دا ډله په يو سړي لوبغاړي دوه مېرمنو لوبغاړو او يو آفيشل مشتمل ده۔ په لوبغاړو كښې مجيد ادريس ٬ نبیله ٬ کوثر او آفیشلز كښې وصال محمد خان شامل دے۔ د پاکستان آرچری فیډرېشن عمومي سېكتر وصال محمد خان وئيلي چې د آرچری ايونټ كښې د 30 څخه زياتو هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي او هيله ده چې قومي لوبډله به دې مقابلو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔