اسلام آباد ۔ 19 اګست (اے پی پی) د پاکستان تحریک انصاف لارښودې او د بشري حقونو نومولې شوې وفاقي وزيرې ډاكټر شېريں مزاري د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مهال د اتوار په ورځ په سوشل ميډيا خپل پېغام كښې وئيلي دي چې په ګرده نړۍ كښې د شخړو په نتيجه كښې عام وګړي ځپلې كېږي او مونږ له به ددې ورځې په مناسبت د نړيوالو شخړو او ستونزو په نتيجه كښې بې كوره شوي عام وګړي او كډوال ياد ساتل وي ولې چې هغوي زمونږ مرستې ته اړتيا لري۔ دې ووئيل دې وګړو د نورو تحفظ له خپل ژوند خطر سره مخ كړې۔ دې ووئيل مونږ له به په ګډه شخړو څخه بچ كېدو له د خپل عزم پخلې كول وي دغسې چې د شخړو نوغې ويستلو له ددې بنيادي سوبونه او محركات ختم كړې شي۔