اسلام آباد ۔19 اګست(اے پی پی) پاكستان كښې د متحده عرب امارات (يو اے اي) سفير حمد عبېد الزابي وئيلي دي د پاك يو اے اي تاريخي اړيكو او ددواړو هېوادونو د مشرتابه يو ډول سوچ شريكې ګټو له د خپلو اقتصادي رابطو حقيقي صلاحيت څخه استفادې كولو په لړ كښې مضبوط بنياد رامخې ته كړې۔ ددواړو هېوادونو ترمينځھ بېلو څانګو كښې د كار پراخه استعداد څخه بشپړې استفادې ته …
د پاك يو اے اي تاريخي اړيكو او ددواړو هېوادونو د مشرتابه يو ډول سوچ شريكې ګټو له د خپلو اقتصادي رابطو حقيقي صلاحيت څخه استفادې كولو په لړ كښې مضبوط بنياد رامخې ته كړې۔ ددواړو هېوادونو ترمينځھ بېلو څانګو كښې د كار پراخه استعداد څخه بشپړې استفادې ته اړتيا ده۔ دبئی اېکسپو 2020ء د پاکستان استعداد كار ٬ مصنوعاتو وړاندې كولو او د نړيوال سرمايه كارو پام خپل پلو كولو له يوه ځانګړې موقع ده۔ په ګوادر ښار كښې د ترخو اوبو خوږو جوړولو منصوبې په شمول د خېر ښېګړې يو شمېر منصوبې د عرب اماراتو په مرسته پايې ته رسولې شي۔ پاكستان كښې د متحده عرب امارات (يو اے اي) سفير حمد عبېد الزابي اے پي پي سره خصوصي مركه
اسلام آباد ۔19 اګست(اے پی پی) پاكستان كښې د متحده عرب امارات (يو اے اي) سفير حمد عبېد الزابي وئيلي دي د پاك يو اے اي تاريخي اړيكو او ددواړو هېوادونو د مشرتابه يو ډول سوچ شريكې ګټو له د خپلو اقتصادي رابطو حقيقي صلاحيت څخه استفادې كولو په لړ كښې مضبوط بنياد رامخې ته كړې۔ ددواړو هېوادونو ترمينځھ بېلو څانګو كښې د كار پراخه استعداد څخه بشپړې استفادې ته اړتيا ده۔ دبئی اېکسپو 2020ء د پاکستان استعداد كار ٬ مصنوعاتو وړاندې كولو او د نړيوال سرمايه كارو پام خپل پلو كولو له يوه ځانګړې موقع ده۔ په ګوادر ښار كښې د ترخو اوبو خوږو جوړولو منصوبې په شمول د خېر ښېګړې يو شمېر منصوبې د عرب اماراتو په مرسته پايې ته رسولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندوه ده اے پي پي سره خاص مركه كښې وكړه۔ د عرب اماراتو سفير ووئيل چې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دواړه هېوادونه يو وژن او يو ډول خيالات لري۔ پاكستان او يو اے اي د ترھګرۍ او انتها خوښۍ مخنيوي او د روغتيا او زده كړو څانګو ودې ته خاص پاملرنه كړې۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه بلها اقتصادي استعداد لري۔ ځكه په دواړو هېوادونو كښې د سرمايه كارۍ موقعې زياتې دي۔ په دې لړ كښې به د دواړو هېوادونو تجارانو او سرمايه كارو ډاډګيرنه كول وي۔ دغسې چې تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركړې شي۔ د متحده عرب اماراتو سفير چا چې د جولائي په 25 مه نېټه شويو ټول ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو څخه سمدستي وروستو د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان سره ملاقات هم كړې ٬ د پاكستان د استحكام په اهميت زور راوړلو سره ووئيل متحدہ عرب امارات د ترهګرۍ چېلنجز مقابلې ملاتړ كوي او د ترهګرۍ لعنت په ضد د پاكستان د هڅو تائيد كوي۔ د ګوادر بندر ځائې په اړه ديوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا د مقابلې كولو كومه منصوبه نه ده بلكې د يو اے اي بندرځايونو او نړيوالې جهازرانۍ له يو مرستياله منصوبه ده۔ زمونږ هېواد ددې منصوبې ملاتړ كوي او په دې منصوبه كښې مونږ پاكستان سره مرسته كښې ژوره خوښي لرو ولې چې دې سره به دوه اړخيزه تجارت لا زيات شي۔ ده ووئيل دا خبره هم د غور وړ ده چې د چين اولس مشر شي جن پنګ د صدارت منصب بيا سنبالولو څخه وروستو خپلې اولنۍ دورې له د يو اے اي انتخاب كړې وو۔ ددغې دورې په مهال د چين اولس مشر د سلك روډ پراجېكټ په شمول دوه لوظنامې لاس ليك كړې وې او دا ددې خبرې ثبوت دے چې ګوادر بندر ځائې به چين نړۍ سره وتړي۔ حمد عبېد الزابی ووئيل په ګوادر ښار كښې د ترخو اوبو خوږو جوړولو منصوبې په شمول د خېر ښېګړې يو شمېر منصوبې د عرب اماراتو په مرسته پايې ته رسولې شي۔ د ترخو اوبو خوږو جوړولو منصوبې پرانسته د روان كال په مارچ مياشت كښې شوې وه۔ دا منصوبه به د متحده عرب امارات په مرسته په 8مياشتې كښې سرته ورسي۔ددې منصوبې ترمخه به د ګوادر وګړو ته روزانه 4.4ملين ګېلن اوبه وركولې شي۔ د دې منصوبې استعداد وروستو د ورځې په سر تر 8.8 ملین ګېلن زياتېدې شي۔









