عمران خان خپل خطاب كښی هند پلو د دوه قدمونو تلو خبره كړې وه هغه بيان يو لوئې بيان وو۔ زمونږ فرض دي چې بېرته تلو سره خپل حكومت قائل كړو چې يو قدم واخلي او هيله لرم چې هند به ضرور يو قدم پورته كړي۔ د هند پخواني كركټ لوبغاړي نوجوت سنګ سدهو رميز راجه ٬ سناتور فېصل جاوېد او نورو سره خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد ۔ 18 اگست (اے پی پی) د هند پخواني كركټ لوبغاړي نوجوت سنګ سدھو وئيلي دي عمران خان خپل خطاب كښی هند پلو د دوه قدمونو تلو خبره كړې وه هغه بيان يو لوئې بيان وو۔ د ټولو مسئلو حل په خبرو كښې دهې۔ په سور سمندر كښې څوك لامبو وهل نه غواړي۔ كه دواړه پنجاب خپل بارډر پرانزي نو په 6 مياشتو كښی د 60 كالو برابر …

اسلام آباد ۔ 18 اگست (اے پی پی) د هند پخواني كركټ لوبغاړي نوجوت سنګ سدھو وئيلي دي عمران خان خپل خطاب كښی هند پلو د دوه قدمونو تلو خبره كړې وه هغه بيان يو لوئې بيان وو۔ د ټولو مسئلو حل په خبرو كښې دهې۔ په سور سمندر كښې څوك لامبو وهل نه غواړي۔ كه دواړه پنجاب خپل بارډر پرانزي نو په 6 مياشتو كښی د 60 كالو برابر پرمختګ كېدې شي۔ د پاكستاني پوځ سرلښكر قمر جاوېد باجوه ماته ووئيل د بابا ګرونانك 550 مې جنم ورځې په مهال د كرتار پوره لارې په پرانستلو غور كوؤ۔ مونږته بې غوښتلو دومره څه ترلاسه شول۔ كومه مينه چې ما راوړې وه د هغې يو په سل زياته ځان سره وړم۔ ده د خالي په ورځ د كشميري كونسل پخواني غړي چوهدري حميد پوټھي په كور رميز راجه ٬ سناتور فېصل جاوېد او نورو سره خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔