اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قومي تاريخ او ادبي ورثې وفاقي وزير سيد علي ظفر ديامر او چلاس كښې د سكولونو سوزولو پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې او ددې عزم څرګندونه ئې كړې چې دې پېښو كښې ككړ عناصر به قانون سره ضرور مخ كولې شي۔ دخالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د لنډ مهاله وزيراعظم ٬ …
د اطلاعاتو وفاقي وزير سيد علي ظفر ديامر او چلاس كښې د سكولونو سوزولو پېښې په سختو ټكو كښې غندنه ۔ دا د افسوس وړ پېښه ده٬ تعليم تر ټولو قوي وسله ده كومه چې نړۍ بدلولو له كارول كېدې شي۔ په تعليم د مېرمنو هم دومره حق دے څومره چې د سړو دے۔بريد كوؤنكي يقينا د جهالت غلامان دي۔ دوئي ته دا معلومه نه ده چې تعليم وركول او ترلاسه كول عبادت دي۔ په پېښه كښې ككړ عناصر به انصاف سره ضرور مخ كولې شي۔ د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قومي تاريخ او ادبي ورثې وفاقي وزير سيد علي ظفر ميډيا سره خبرې
اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قومي تاريخ او ادبي ورثې وفاقي وزير سيد علي ظفر ديامر او چلاس كښې د سكولونو سوزولو پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې او ددې عزم څرګندونه ئې كړې چې دې پېښو كښې ككړ عناصر به قانون سره ضرور مخ كولې شي۔ دخالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د لنډ مهاله وزيراعظم ٬ وفاقي حكومت ٬ كابينې او د خپل اړخه ديامر او چلاس كښې د انجونو سكولونو سوزولو پېښو په سختو ټكو كښې غندنه كوم۔ ده ووئيل دا يوه د افسوس وړ پېښه ده او دې كښې ككړ عناصر به قانون سره ضرور مخ كولې شي۔ ده ووئيل زده كړې تر ټولو زياته قوي وسله ده كومه چې نړۍ بدلولو له كارول كېدې شي۔ ده ووئيل په تعليم د مېرمنو دومره حق دے څومره چې د سړو دے۔ ده ووئيل دا سكولونه به د وفاقي حكومت فنډز سره بيا جوړولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل بريد كوؤنكي يقينا د جهالت غلامان دي كوم چې مونږ تيارو ته بيا بوتلل غواړي ولې مونږ به دوئي له چرې د دې اجازه ورنكړو۔ ده ووئيل دوئي ته دا معلومه نه ده چې تعليم وركول او ترلاسه كول عبادت دي۔









