مکه مکرمه ۔ 4 اګست (اے پی پی) 100زره پاكستاني وګړي د حج فريضه ادا كولو له سعودي عربستان ته رسېدلي دي۔ دحجاج چارو دفتر 24 ساعته پرانستې وي او د حاجيانو لارښودنې او دوئي ته اسانيو وركولو له 15 سوه څخه زياته عمله شپه او ورځ كار كوي۔ دا خبره مكه مكرمه كښې د حجاج پاكستان چارو دفتر د اسانيو او مرستې ډائرېكټر نور سلم شاه ميډيا ډلې سره …
زره پاكستاني وګړي د حج فريضه ادا كولو له سعودي عربستان ته رسېدلي دي۔ د حجاج چارو دفتر 24 ساعته پرانستې وي او د حاجيانو لارښودنې او دوئي ته اسانيو وركولو له 15 سوه څخه زياته عمله شپه او ورځ كار كوي۔ مكه مكرمه كښې د حجاج پاكستان چارو دفتر د اسانيو او مرستې ډائرېكټر نور سلم شاه ميډيا ډلې سره مركه
مکه مکرمه ۔ 4 اګست (اے پی پی) 100زره پاكستاني وګړي د حج فريضه ادا كولو له سعودي عربستان ته رسېدلي دي۔ دحجاج چارو دفتر 24 ساعته پرانستې وي او د حاجيانو لارښودنې او دوئي ته اسانيو وركولو له 15 سوه څخه زياته عمله شپه او ورځ كار كوي۔ دا خبره مكه مكرمه كښې د حجاج پاكستان چارو دفتر د اسانيو او مرستې ډائرېكټر نور سلم شاه ميډيا ډلې سره مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستاني وګړو كښې زياتره ضعيف ٬ نا لوستي او په اول ځل په سفر راغلي وګړي دي۔ د خپل كور څخه نزدې 40 ورځو لپاره دا لرې كسان قدم په قدم لارښودنې او مرستې ته اړتيا لري۔ ده ووئيل د روزانه په بنياد كنټرول آفس يو راپور تياروي كوم كښې چې د ټولو څانګو د كاركردګۍ او د حاجيانو د شمېرې په اړه وئيلې شي۔ نور سلم شاہ ووئيل د موسم د سختۍ ٬ ستړې والي او نورو رنځونو درملنو له په سوونو رنځوران مركزي روغتون او ډسپنسرو پلو ځي۔ تر دې دمه 20 زره څخه زياتو كساتو ته دوايانې وركړې شي۔ تر دې دمه 5 حاجيان په حق رسېدلي دي۔ د بېلو پېښو په نتيجه كښې 9 حاجيان ژوبل شوي دي۔









