د سكواش قومي لوبډله به په اسيائي لوبو كښې ګډون كولو لپاره د اګست په 14مه نېټه انډونېزيا ته ځي

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د سكواش قومي لوبډله به په اسيائي لوبو كښې ګډون كولو لپاره د اګست په 14مه نېټه انډونېزيا ته ځي۔ د پاكستان سكواش فېډرېشن ګېم ډويلپمنټ آفيسر فلائټ لېفټېننټ عامر اقبال له مخې اېشين ګېمز به د اګست د 18مې نېټې نه د ستمبر تر 2مه نېټه د انډونېزيا په جكارته ښار كښې كېږي چې پكښې به څلور نارينه او درې مېرمنې لوبغاړې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د عامر اقبال له مخې هيله ده چې قومي لوبډله به په دې ايونټ كښې د غوره كاركردګې څرګندونه وكړي