اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر نجي ټي وي چېنل سره خبرې
اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئيلي دي هېواد كښې سپېځلې او بې پرې ټاكنې كولو له به لنډمهاله حكومت د الېكشن كمېشن بشپړه مرسته كوي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل الېكشن كمېشن ته آئيني او قانون طاقت ترلاسه دے۔ ده ووئيل د اولس د تحفظ به هېڅ سودا كولې نه شي۔ موجوده لنډمهاله حكومت د روان كال ټاكنو له د امنيت فول پروف انتظامات كړې دي او د ترهګرۍ اوسنيو پېښو څخه وروستو ئې امنيت لا ټينګ كړې۔ ده ووئيل د امنيتي چارو لپاره پاك پوځ څخه مرسته غوښتلې شوې