
لاهور 20 جولائي (اے پي پي) دیامر بھاشا او مومند بندونه جوړولو لپاره د سترې محكمې د جولائي په 4مه نيټه د پرېكړې په تناظر كښې د دیامربھاشا او مومند بندونو د عملدرآمد كمېټۍ دويمه غونډه د واپډا چيئرمېن مزمل حسېن په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د كمېټۍ ټولو اړوندو غړو ګډون وكړو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې د واپډا چيئرمېن سترې محكمې د عملدرآمد كمېټۍ ته په بندونو كار زر تر زره پېل كولو او په وخت ترسره كولو لپاره ذمه واري سپارلې ده او كمېټي دې ذمه وارۍ لپاره لوظي ده او هم دې مقصد لپاره كمېټي د بېلا بېلو وړاندېزونو جاج اخلي۔ ده ووئيل ذيلي كمېټو خپل راپورونه وړاندې كړې چې پكښې د لېنډ اېكوزيشن اېنډ رېسيټلمنټ ذيلي كمېټو د زمكې اخستو او د ځپليو آبادكارۍ ٬د موجوده صورتحال٬ رامخې ته خنډانو او كار سر ته رسولو لپاره بېلا بېل اقدامات نه خبر كړې يو او پروکیورمنټ اینډ امپلی مینټیشن ذيلي كمېټو غونډې ته د پروکیورمنټ حکمت عملۍ ا د طريقه كار ٬ په دې لړ كښې د پېښو مسئلو او د دې هواري له په تجويز كړو اقداماتو بريفنګ وركړٶ۔ د پروژې فنانسنګ سب كمېټۍ غونډې ته د دیامر بھاشا او مومند بندونو زر تر زره فنانشل كلوز لپاره پكار اقدمات٬ د فنډز انتظامات له رامخې ته شوې ستونزې او د دغې لرې كولو لپاره د لائحې تفصيلاتو پحقله ووئيل۔ د غونډې په مهال امنيتي سب كمېټۍ د دواړو منصوبو په وخت ترسره كولو لپاره د امنيتي اقداماتو نه كمېټي خبر كړه او دغسې كوآرډينېشن سب كمېټۍ د غونډې په مهال د كمېټۍ غړو ته د قانوني ٬ انتظامي او لاجسټكس سپورټ وركولو د اقداماتو نه خبر كړه۔ كمېټۍ د دې راپورونو تفصيلي جاج واخست او دې ته حتمي شكل وركولو لپاره ئي سفارشات تجويز كړل۔