بلاويو 15 جولائي (اے پي پي) د زمبابوے او د پاكستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په بلاويو كښې كېږي۔ د پاكستان لوبډلې د سېريز په وړومبي مېچ كښې د زمبابوے لوبډلې ته ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم مېچ به د جولائي په 18مه نېټه٬ څلورم به د جولائي په 20مه نېټه او پنځم او وروستې يو ورځنې مېچ به د جولائي په 22مه نېټه كېږي۔