د نړيوال كپ فټ بال ټورنامنټ چیمپئن به څوك وي؟ دا پرېكړه به سبا د جولائي په 15 مه نېټه كېږي۔ فائنل مېچ به د پاکستان د معیاری وخت له مخې د شپې 8 بجې پېل كېږي

ماسکو 13جولائی (اے پي پي) د 21 م ورلډ كپ فټ بال ټورنامنټ آخري پړاؤ كښې داخل شوې۔ فرانس د فټ بال په تاريخ كښې په درېم ځل فائنل ته رسېدلې۔ د فرانس لوبډلې دې څخه وړاندې يو وارې ميګا ايونټ په خپله نامه كړې۔ فرانس په كال 1998 كښې په اولني ځل برازيل ته ماتې وركولو سره نړيوال كپ فټ بال ټورنامنټ ګټلې وو۔ په كال 2006 كښې فرانس د اټلي نه ماتې خوړلې وه او اوس په كال 2018ﺀ كښې يو وارې بيا فائنل ته رسېدلې۔ د نړيوال كپ فټ بال ټورنامنټ چیمپئن به څوك وي؟ دا پرېكړه به سبا د اتوار په ورځ د جولائي په 15 مه نېټه كېږي۔ فائنل مېچ به د پاکستان د معیاری وخت له مخې د شپې 8 بجې پېل كېږي۔ د مېګا ايونټ فائنل له د دوهمې لوبډلې پرېكړه به د شورو په ورځ د انګلېنډ او كروشيا ترمينځھ د دوهم سيمي فائنل څخه وروستو كېږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو ټاپ لوبډلو ترمينځه فائنل به د روانې مياشتې په 15 مه نېټه كولې شي