د فټ بال كپ پېل كېدو نه تر اوسه د روسيې په بريدونو كښې د سوريې 71 وګړي وژل شوي دي

دمشق 12جولائي (اے پي پي) د فټ بال كپ پېل كېدو نه تر اوسه د روسيې په بريدونو كښې د سوريې 71 وګړي وژل شوي دي۔ د العربيه ټي وي له مخې په روسيه كښې د فټ بال نړيوال كپ پېل كېدو نه پس هيله پېدا شوې وه چې د روسيې پوځ به په سوريه كښې خپلې وخشي كارروائې كمې كړي خو داسې ونه شول۔ په سوريه كښې بشري حقونو لپاره كاركوونكې ډلې وئيلي دي چې د فټ بال د نړيوال كپ كوربه روسيې په سوريه كښې د قتل بازار ګرم كرے۔ په سوريه كښې د پوځي مداخلې نه پس تر اوسه د روسيې په پوځي بريدونو كښې 670 مېرمنې او د 1771 ماشومانو پشمول 6 زره 187 وګړي مړه شوي دي۔