د انګلېنډ او کروشیا ترمينځه د 21 م ورلډ كپ فټ بال ټورنامنټ دوهم سيمي فائنل مېچ نن كېږي۔ مېچ به د پاکستان معیاری وخت ترمخه د شپې 11 بجې پېل كېږي

ماسکو ۔ 10 جولائی (اے پی پی) د انګلېنډ او کروشیا ترمينځه د 21 م ورلډ كپ فټ بال ټورنامنټ دوهم سيمي فائنل مېچ نن د شورؤ په ورځ كېږي۔ مېچ به د پاکستان معیاری وخت ترمخه د شپې 11 بجې پېل كېږي۔ د تفصيلاتو ترمخه په روسيا كښې روان مېګا ايونټ اختتامي پړاؤنو څخه تېرېږي۔ دې څخه وړاندې د مېګا ايونټ په كوارټر فائنلز كښې فرانس یوروګوئے، انګلینډ سویډن، بیلجیئم فیورټ برازیل او کروشیا روسيه ته ماتې وركړې وه۔ د ایونټ د سیمی فائنل پړاؤ پېل شوې۔ دوهم سيمي فائنل به نن د شورؤ په ورځ د كروشيا او انګلېنډ ترمينځھ كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دوه ټاپ لوبډلو ترمينځھ فائنل به د جولائي په 15 مه نېټه كولې شي۔