هرارے۔09 جولائی(اے پی پی)د پاكستان كركټ لوبډلې مشر او وكټ كيپر سرفراز احمد وئيلي دي په درې ملكي ټی ټونټی انټرنېشنل سیریز كښې كاميابي د اجتماعي هڅو نتيجه ده ، د فخر زمان په ټول سيريز كښې په زړه پورې بېټنګ د ستائنې وړ دے۔ په سباؤن كښې به هم دغسې د كاميابو ترلاسه كولو دا لړۍ روانه ساتو۔ د آسټريليا كركټ لوبډلې مشر ایرون فنچ ووئيل پاكستانۍ كركټ لوبډلې ښه لوبه كړې ځكه د كاميابۍ حقداره وه۔ ده ووئيل كه 20 يا 30 نور رنزونه مونږ سره وو نو مونږ دا مېچ ګټلې شو۔ د آسټريليا په ضد فائنل مېچ كښې د كاميابۍ ترلاسه كولو څخه وروستو د پاكستانۍ كركټ لوبډلې مشر سرفراز احمد ميډيا سره خبرو كښې ووئيل په درې ملكي ټی ټونټی انټرنېشنل سیریز كښې كاميابي د اجتماعي هڅو نتيجه ده۔ ده ووئيل زمونږ باؤلرانو ښه باؤلنګ كولو سره كېنګروز د لويې مجموعې جوړولو څخه منع كړل۔ ده ووئيل سباؤن كښې به هم دغسې د كاميابو ترلاسه كولو دا لړۍ روانه ساتو۔ بلخوا د آسټرېليا لوبډلې مشر ووئيل په ماتې خوړولو مايوسي شوې۔ ده ووئيل كه 20 يا 30 نور رنزونه مونږ سره وو نو مونږ دا مېچ ګټلې شو۔ ده د فخر زمان د بېټنګ ستائنه كولو سره ووئيل پاكستانۍ كركټ لوبډلې په ښه لوبه كولو د ګټې حقداره وه۔