د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او د ادبي ورثه نګران وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر د اردو سائنس بورډ د دورې كولو په مهال خبرې

لاهور 08 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او د ادبي ورثه نګران وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر د اتوار په ورځ د اردو سائنس بورډ دوره وكړه چرته چې ډائرېكټر جنرل ډاكټر ناصر عباس نيئر ده ته بريفنګ وركړو او د بېلا بېلو څانګو دوره ئې وركړه۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او د ادبي ورثه نګران وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر ووئيل چې ښه او معياري تعليم د هر يو ماشوم بنيادي حق دے٬ كوم يو قوم تر هغه وخت پرمختګ نه شي كولې تر څو چې تعليم يافته نه وي٬ تعليم به هم قومي معامله جوړول وي٬ اردو سائنس بورډ لپاره موبائيل لائبرېري به ډېره زره پراخا كړې شي او هر ډول ممكنه هڅه به كولې شي چې دې لوي ګاډې وركړې شي۔ د دورې په پاې كښې د ادارې لخوا وفاقي وزير ته سوينئير او د كتابونو ډالې هم وړاندې كړې شوه۔