د درې ملكي ټي 20 انټرنېشنل سيريز فائنل څخه وړاندې آخري مېچ به د زمبابوے او آسټريليا ترمينځه (نن) كولې شي

هرارے ۔ 5 جولائی (اے پی پی) د درې ملكي ټي 20 انټرنېشنل سيريز فائنل څخه وړاندې آخري مېچ به د زمبابوے او آسټريليا ترمينځه (نن) د جمعې په ورځ كولې شي۔ په زمبابوے كښې پېل شوي سيريز كښې ګرين شرټس فائنل ته رسېدلې۔ فائنل كښې به د پاكستان مقابله آسټريليا سره وي۔ د سيريز په اولني مېچ كښې پاكستان زمبابوے ته 74 رنز سره ماتې وركړه ولې په دوهم مېچ كښې ورته د آسټريليا په ضد 9 وكټونو سره ماتې وشوه۔ پاكستان په درېم مېچ كښې كوربه كركټ لوبډلې زمبابوے ته 7 وكټونو سره ماتې وركولو سره فائنل ته رسېدلې۔ د آسټريليا كركټ لوبډلې د پاكستان او زمبابوے په ضد خپل دواړه مېچونه ګټلي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پاكستان او آسټريليا ترمينځھ د سېريز فائنل به د جولائي په 8 مه نېټه كېږي۔