هرارې 01 جولائي (اے پي پي) درې ملكي ټي ټونټي نړيوال سېريز پېل شو۔ پاكستان د زمبابوے لوبډلې ته په وړومبي مېچ كښې په 74 منډو ماتې وركړه۔ د پاكستان لوبډلې وړومبې لوبه كولو سره په ټاكل شويو اورونو كښې د 4 لوبغاړو په سوځېدو 182 منډې جوړې كړې چې پكښې د فخر زمان 61 منډې شاملې دي۔ آصف علي په 21 بالونو 41 منډې جوړې كړې٬ شعېب ملك 37 منډې جوړولو سره وسوځېدو۔ د دې په ځواب كښې د زمبابوې لوبډله په 17.5 اورونو كښې 108 منډې جوړولو سره وسوځېده٬ موساكنډا 43 منډې جوړې كړې۔ د پاكستان لوبغاړې آصف علي د مېچ غوره لوبغاړې وګرځول شو۔