د اوبو په مسئله قابو موندل د وخت ضرورت دے۔ د كالاباغ ډېم په جوړولو قامي اتفاق سره مخ په وړاندې تلل پكار دي۔ د سي پېك پروژو كښې د كوم بند جوړول نشته ۔ د برېښنا پېداوار او طلب كښې توازن له مشاورت سره ګائيډ لائنز جوړؤ۔ نن په هېواد كښې د برېښنا پېداوار 20 زره مېګاواټ دے۔ د لوډشېډنګ په اړه معلومات لپاره مو وېب سائټ جوړ كړې۔ په هغې لوډشېډنګ ځپلي وګړي خپل شكايات درج كولې شي۔ بل نه ادا كوؤنكو فيډرز ته برېښنا وركولې نه شو۔ د توان او كركيلې څانګې لپاره اوبه ډېرې مهمې دي۔ مونږ له به د اوبو معاملې ته پام ګرځول وي۔ مونږ له به هند سره دا مسئله حل كول وي۔ د اطلاعاتو او خپرونو لنډمهاله وزير بېرسټر سيد علي ظفر پي ټي وي سره مركه

اسلام آباد ۔ 14 جون (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئيلي دي د اوبو په مسئله قابو موندل د وخت ضرورت دے۔ د كالاباغ ډېم په جوړولو قامي اتفاق سره مخ په وړاندې تلل پكار دي۔ د سي پېك پروژو كښې د كوم بند جوړول نشته ۔ د برېښنا پېداوار او طلب كښې توازن له مشاورت سره ګائيډ لائنز جوړؤ۔ نن …

اسلام آباد ۔ 14 جون (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئيلي دي د اوبو په مسئله قابو موندل د وخت ضرورت دے۔ د كالاباغ ډېم په جوړولو قامي اتفاق سره مخ په وړاندې تلل پكار دي۔ د سي پېك پروژو كښې د كوم بند جوړول نشته ۔ د برېښنا پېداوار او طلب كښې توازن له مشاورت سره ګائيډ لائنز جوړؤ۔ نن په هېواد كښې د برېښنا پېداوار 20 زره مېګاواټ دے۔ د لوډشېډنګ په اړه معلومات لپاره مو وېب سائټ جوړ كړې۔ په هغې لوډشېډنګ ځپلي وګړي خپل شكايات درج كولې شي۔ بل نه ادا كوؤنكو فيډرز ته برېښنا وركولې نه شو۔ د توان او كركيلې څانګې لپاره اوبه ډېرې مهمې دي۔ مونږ له به د اوبو معاملې ته پام ګرځول وي۔ مونږ له به هند سره دا مسئله حل كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پي ټي وي سره يوه مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل په دوه مياشتو كښې ټاكنې كولو او ټاكلي حكومت ته اقتدار سپارل زمونږ ذمه واري ده۔ ده ووئيل هېواد كښې لوډشېډنګ ختمولو له ډېر كار شوې۔ ده ووئيل د تېرو 10 كلونو په مهال د برېښنا پېداواري صلاحيت زيات شوې۔ ده ووئيل ګردشي قرضه د هېواد معيشت له چېلنج دے۔ كومه چې 800 ارب روپو څخه زياته شوې۔ راتلونكي حكومت له به دا مسئله په مستقل بنيادونو حل كول وي۔ دغسې چې د لوډشېډنګ مسئله حل كړې شي۔ ده ووئيل كالا باغ ډېم د سياسي مسئلو په سوب متنازعه شوې۔ ده ووئيل د بده مرغه ددې نه علاوه هم كوم بل بند جوړ شوے نه دے۔ دغسې د سي پېك په پروژو كښې هم كوم بند نشته۔ ده ووئيل مونږ له ډېمونه وړاندې جوړول پكار وو ولې بياهم چې كومه اوبه مونږ ته راځي دې څخه ګټه پورته كولو له بايد مونږ ډېم جوړ كړو