مکه مکرمه۔ 12 جون (اے پی پی) خادم حرمېن شریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز سره د حرمېن شريفېن انتظاميې مشر شېخ ډاكټر عبد الرحمن السديس او د حرم شريف امامانو او موذنينو حضراتو ملاقات وكړو۔ د سعودی ورځپانې ترمخه د مكې مكرمې په قصر الصفا كښې د ولي عهد په موجودګۍ كښې شاہ سلمان سره د حرمېن شريفېن انتظاميې مشر شېخ ډاكټر عبد الرحمن السديس او د حرم شريف امامانو او موذنينو حضراتو ملاقات او روژه ماتې وكړو۔ په دې مهال د شاهي كورنۍ يو شمېر كسان هم موجود وو۔