چنګ ډاؤ ۔ 10 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د روسيه خپل همڅنګ ولادی میر پیوټن سره د چنګ ډاؤ سرمشريزې غونډې په مهال ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو په دې اتفاق وكړو چې د پاكستان او روسيه ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې مستحكم شوي او سباؤن كښې په اولسي كچه رابطو زياتولو او د تجارت ٬ توان ٬ امنيت او كلتور څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته پراخا كولو له نوې لارې هم په ګوته كړې شوي دي۔ دواړو لارښودو په دې هم اتفاق وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارت پراخا موقعې موجود دي۔ په دې مهال دواړه لارښود تجارتي حجم او معاشي اړيكې لا زياتولو ته هم سلا شول۔