اېډن برګ 10 جون (اے پي پي) د پاكستان او سكاټ لېنډ لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي مېچ سبا په اېډن برګ كښې كېږي۔ پاكستانې لوبډله په دې ورځو كښې د اروپا په دوره كښې بوخت ده۔ پاكستان د آئرلېنډ په ضد په تاريخي ټېسټ كښې ګډون وكړو او كوربه لوبډلې ته ئې په يواځني ټېسټ كښې ماتې وركړه۔ د دې نه پس د پاكستان او د انګلستان ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو سېريز وشو كوم چې يو په يو برابر شو۔ د پاكستان او سكاټ لېنډ ترمېنځه د ټي ټونټي سېريز دويم او وروستې مېچ به د جون په 13مه نېټه كېږي۔۔