د پاكستان او د سكاټ لېنډ ترمېنځه ټي ټونټي مېچ د جون په 12مه نېټه كېږي

اېډن برګ 09 جون (اے پي پي) د پاكستان او د سكاټ لېنډ د لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي مېچ به د جون په 12مه نېټه په اېډن برګ كښې كېږي۔ پاكستانې لوبډله په دې ورځو كښې د اروپا په دوره بوخت ده۔ پاكستان د آئرلېنډ په ضد په تاريخي ټېسټ كښې ګډون وكړو او كوربه لوبډلې ته ئې په يواځني ټېسټ كښې ماتې وركړه۔ د دې نه پس د پاكستان او د انګلستان ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو سېريز وشو كوم چې يو په يو برابر شو۔ د پاكستان او سكاټ لېنډ ترمېنځه د ټي ټونټي سېريز دويم او وروستې مېچ به د جون په 13مه نېټه كېږي۔