د تېل او ګاز په څانګه كښې د حكومت 5 كلنه كاركردګي بې مثاله ده۔ د كورونو او صنعتي صارفينو په شمول هر صارف ته ارزان او زيات مقدار كښې ګاز موجود دے۔ د تېرو 5 كلونو په مهال مو د ګاز تېلو اېل اېن جي او اېل پي جي په څانګو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ په دې فخر كوؤ چې د تېل او ګاز څانګھ مو اعلی نړيوالو معياراتو سره هم آهنګ كړې۔ څوك چې تور لګوي هغه دې ولګوي ٬ تورونه دې په ما ولګولې شي افسران او محكمې دې و نه زورولې شي۔ زه د هر تور ځواب وركولو ته تيار يم۔ په ما دې هغه تن تور ولګوي څوك چې ووائي چې هغه كله سياست ته راغلې وو نو هغه وخت كښې اثاثی وسيلې زياتې وې او نن ئې كمې شوې دي۔ زه چې كله 30 كله وړاندې سياست ته راغلې وم نو زما اثاثې او وسيلې زياتې وې نن په كښې كمې راغلې۔ زه زما ګوند د وزيراعظم په چوكۍ كښېنولې يم زما ذمه واري كار كول دي۔ زه به د زيارت ترشپه تر 11 بجو 59 دقيقو او 59 سېكنډونو كار روان ساتم۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د تېل او ګاز په څانګه كښې د پاكستان مسلم ليګ ن د حكومت د 5 كلنې كاركردګۍ په اړه خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د تېل او ګاز په څانګه كښې د حكومت 5 كلنه كاركردګي بې مثاله ده۔ د كورونو او صنعتي صارفينو په شمول هر صارف ته ارزان او زيات مقدار كښې ګاز موجود دے۔ د تېرو 5 كلونو په مهال مو د ګاز تېلو اېل اېن جي او اېل پي جي په څانګو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه …

اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د تېل او ګاز په څانګه كښې د حكومت 5 كلنه كاركردګي بې مثاله ده۔ د كورونو او صنعتي صارفينو په شمول هر صارف ته ارزان او زيات مقدار كښې ګاز موجود دے۔ د تېرو 5 كلونو په مهال مو د ګاز تېلو اېل اېن جي او اېل پي جي په څانګو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ په دې فخر كوؤ چې د تېل او ګاز څانګھ مو اعلی نړيوالو معياراتو سره هم آهنګ كړې۔ د قطر لوظنامې لمخې مو په نړۍ كښې تر ټولو ارزانه اېل اېن جي پاكستان ته راوړې۔ د نړۍ لوئې كمپنۍ د اېل پي جي په څانګه كښې د اربونو ډالرو په سرمايه كارۍ كښې خوښي ښكاره كوي۔ د تاپي ګاز پائپ لائن په پروژه تندۍ سره كار روان دے۔ كال 2020 كښې به د تاپي پروژې څخه ګاز پېل شي۔ په وړومبي ځل مو د 200 اربه روپو په لګښت سره 17 سوه كلوميټره ګاز پائپ لائن او 52 زره كلوميټره ډسټري بيوشن پائپ لائن غزولې۔ د نړيوال معيار درې نوې آئل ريفائنري جوړولې شي٬ د انتخاباتو په اړه قياسونه كولې شي مونږ ئې پروا نه لرو۔ آئين د 60 ورځو اجازه وركوي په دې موده كښې ټاكنه كېدل دي۔ څوك چې ددې خلاف ورزي وكړي بايد په هغه د آئين آرټيكل 6 لاګو شي۔ د اېل اېن جي په اړه د قطر لوظنامه د پي اېس او په وېب پاڼه نن هم موجود ده۔ دا د نړۍ تر ټولو ارزانه لوظنامه ده۔ څوك چې تور لګوي هغه دې ولګوي ٬ تورونه دې په ما ولګولې شي افسران او محكمې دې و نه زورولې شي۔ زه د هر تور ځواب وركولو ته تيار يم۔ په دې هغه تن تور ولګوي څوك چې ووائي چې هغه كله سياست ته راغلې وو نو هغه وخت كښې اثاثی وسيلې زياتې وې او نن ئې كمې شوې دي۔ زه چې كله 30 كله وړاندې سياست ته راغلې وم نو زما اثاثې او وسيلې زياتې وې نن په كښې كمې راغلې۔ زه زما ګوند د وزيراعظم په چوكۍ كښېنولې يم زما ذمه واري كار كول دي۔ زه به د زيارت ترشپه تر 11 بجو 59 دقيقو او 59 سېكنډونو كار روان ساتم۔ ده دا خبرې د تېل او ګاز په څانګه كښې د پاكستان مسلم ليګ (ن) د حكومت د 5 كلنې كاركردګۍ په اړه خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب او د خزانې وزير مفتاح اسماعيل هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل چې اوسنې حكومت لكه څنګه په نورو څانګو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړي دي هم دغسې ئې د تېل او ګاز په څانګه كښې هم ډېرې كاميابۍ ترلاسه كړي دي او لوئې بدلون ئې راوستلې دې كوم به چې تر څو لسيزو ګټور ثابت شي۔ ده ووئيل د توان په مجموعي مصرف كښې د كال 2017 تر مودې 23 فيصد اضافه شوې او كه په دې كښې مونږ روان كال هم شامل كړو دا اضافه به 28 فيصد ته ورسي۔ د نړيوال معيار لمخې دا ډېر لوئے بدلون دے۔ وزيراعظم ووئيل چې په كال 2013ﺀ كښې د ډومېسټك ګاز نرخ 106 روپۍ وو او اوس په كال 2018ﺀ كښې 110 روپۍ دې او دا معمولي اضافه ده۔ ده ووئيل چې 18 بدلون وشو او د پېټروليم په اړه يو ماډل جوړ كړې شو او بيا عملي هم كړې شو۔ ده ووئيل تېل لټولو لپاره 46 نوې لائسنسونه جاري كړې شول۔ 116 نوي ځايونه وموندل شول كوم چې يو ريكارډ دے۔ دې سره د 35 زره بېرل تېلو اضافه وشوه او يو ورځنې پېداوار 1 لك بېرل ته ورسېد۔ 9 سوه ملينه مكعب فټه ګاز نظام كښې شامل كړې شو۔ ده ووئيل چې دا زمونږ د اوږدې مودې كاميابي ده۔ د 5 كلونو په مهال څومره ګاز د مزكې نه راويستلو سره استعمال كړې شو هم دومره نوې هم موندل شوې او نن هم دومره مقدار د ريزرو په توګه موجود دے۔ وزيراعظم ووئيل چې د ګاز 445 نوي كوهيان وويستل شو۔ په 221 كښې د ګاز لټون كامياب وو۔ د كاميابۍ شرح 50 فيصده وه او دا لويه كاميابي ده۔ ده ووئيل چې د فرنس تېلو استعمال نړۍ كښې مخ په ختمېدو دې۔ يو شمېر هېوادونه ددې د ضرر لرونكو اثراتو له امله په دې بندېز لګولې۔ پاكستان د نړۍ دوهم لوئے هېواد دے كوم به چې فرنس آئل كارول مونږ دې لړ كښې مهم اقدام وكړو او په كال كښې 8 مياشتې فرنس آئل درآمد نه كړې شو۔ په ځائي توګه چې كوم فرنس آئل ريفائن كېدل يوازې هغه به كارول كېدل۔ د كال 2019 تر پايې به پاكستان فرنس آئل نه درآمد كوي۔ هېواد كښې د تېل پاكوونكو كارخانو په اړه وزيراعظم ووئيل چې 5 پخوانۍ ريفائنري كار كوي۔ په دې څانګه كښې د اربونو روپو سرمايه كاري شوې او بهتره كړې شوې۔ په درې ريفائنري كار روان دے په كراچۍ كښې به ريفائنري 100 زره بېرل په ورځني حساب پاكوي۔ په دوه نورو كار پېل كړې شوې كوم به چې هره ورځ 3 لكهه بېرل تېل پاكوي او دا به د نړۍ په لويو ريفائنري كښې شمېرلې شي۔ حب سره نزدې يوه ريفائنري جوړولو له مزكه ته پاركو ته وركړې شوې ۔ دا د 500 اربه روپو پروژه ده كومه به چې درې كلونو كښې ترسره شي۔ هيله ده چې دا به د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويه صنعتي پروژه وي۔ دې سره دسرمايې بندوبست شوې۔ د كراچۍ او لاهور ترمينځه د ريفائنري جوړولو پروژه هم ده په دې به 6 ٬ 7 اربه ډالره لګښت راځي۔ دا به 5 كاله كښې ترسره شي او ورسره به د توان امنيت باوري شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د ګاز غلا كېږي دا لويه ستونزه ده۔ مونږ ګاز پېدا كوؤ۔ صوبائي حكومتونه مرسته نه كوي په ځينې ځايونو كښې خو د پوليسو او انتظاميې په څارنه كښې ګاز غلا كېږي۔ د هېواد د سرمايې غلا كېږي بايد غلا ختم كړې شي۔ بايد صوبې خپل ګاز ولري او پخپله ئې تقسيم هم كړي۔ بايد نظام هم جوړ كړي۔ د شريكو ګټو په كونسل كښې ټولو صوبو ته وړاندېز شوې۔ په تېر وخت كښې به حكومت په دې خبره نه كوله۔ د برېښنا په بحران په مكمل توګه قابو موندلې شوې۔ د ټاكنو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په ځينو ورځپاڼو كښې په دې لړ كښې قياسونه كېږي مونږ ددې پروا نه لرو۔ مونږ ته ټاكنه كول دي۔ آئين د 60 ورځو اجازه وركوي په دې موده كښې ټاكنې كول دي او څوك چې ددې خلاف ورزي وكړي بايد پرې د آئين آرټيكل 6 لاګو كړې شي(م ع/وا/1723)۔

مزید خبریں