د آزادو او منصفانه ټاكنو سره سره بې پرې او آزاده ميډيا هم هېواد له ضروري ده۔ پاكستان د كال 2013ﺀ په مقابله كښې په زيات ښه حالت كښې پرېښودلو سره روان يو۔ د تنقيد سره سره مثبت رپورټنګ هم ضروري دے۔ د مسلم لیګ (ن) حکومت د ستونزو باوجود د پرمختګ سفر جاري ساتلې۔ غواړو چې ټاكنې آزادې او منصفانه وي۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د اے پی اېن اېس ایوارډز دستورې ته خطاب

اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د آزادو او منصفانه ټاكنو سره سره بې پرې او آزاده ميډيا هم هېواد له ضروري ده۔ پاكستان د كال 2013ﺀ په مقابله كښې په زيات ښه حالت كښې پرېښودلو سره روان يو۔ د تنقيد سره سره مثبت رپورټنګ هم ضروري دے۔ د مسلم لیګ (ن) حکومت د ستونزو باوجود د پرمختګ سفر جاري ساتلې۔ غواړو …

اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د آزادو او منصفانه ټاكنو سره سره بې پرې او آزاده ميډيا هم هېواد له ضروري ده۔ پاكستان د كال 2013ﺀ په مقابله كښې په زيات ښه حالت كښې پرېښودلو سره روان يو۔ د تنقيد سره سره مثبت رپورټنګ هم ضروري دے۔ د مسلم لیګ (ن) حکومت د ستونزو باوجود د پرمختګ سفر جاري ساتلې۔ غواړو چې ټاكنې آزادې او منصفانه وي۔ حكومت د اولنۍ ورځې څخه د آزاد صحافت پرېكړه وكړه او د سيكرټ فنډ استعمال ئې كله هم ونه كړو۔ د تېرو 5 كلونو په مهال د سيكرټ فنډ يو روپۍ هم مصرف شوې نه ده۔ زمونږ مقصد دا نه دے چې بس د حكومت مدحې دې ووئيلې شي بلكې د تنقيد سره سره مثبت رپورټنګ هم ضروري دے۔ كوم چې د هېواد پرمختګ له ډېر مهم دے۔ په غلط اطلاعاتو د اډانه خبر دې ترديد وكړې شي او ميډيا دې په دې اړه مېكنزم تيار كړي۔ حکومت په تېرو 5 كلونو كښې د رائې آزادۍ له ګامونه پورته كړي او تل ئې په چا د فشار اچولو هڅه نه ده كړې۔ د شورؤ په ورځ د آل پاکستان نیوز پېپرز سوسائټی ( اے پی اېن اېس) ایوارډز دستورې ته خطاب كښې وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ووئيل د اے پی اېن اېس ایوارډز دستوره يو تاريخي حېثيت لري او دا ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې په خبريالانو كوم فشار نه وي او نه دوئي ته كوم لالچ وركړې شي او دغسې نه د پرېس په معاملو كښې لاس وهنه وكړې شي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د رائې آزادۍ سره څرګندونه باوري كولو له ټول عمري هڅه كړې او په دې لړ كښی مونږ كله هم د كوم شكايت څرګندونه كړې نه ده۔ وزیر اعظم ووئيل زه ذاتي خوښي لرم چې ورځپاڼو او ميډيا كښې ځينې مثبت خبرونه هم رامخې ته شي دغسې چې د حكومت كاركردګي رامخې ته شي۔ ولې چې د اشتهاراتو د لارې دا په صحيح توګه نه رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل مثبت رپورټنګ د هېواد او قام پرمختګ له ضروري وي ولې چې منفي خبرونه اورېدو سره خلق پرېشان كېږي۔ وزیراعظم ووئيل د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره دې صارفين له د قيمتونو حساس اشاريو (سی پی آئی) په اړه يوه كمېټي جوړه كړي كومه چې د معاملو جاج واخلي دغسې چې د ورځپاڼو كاركردګي متاثر نه شي۔ ده ووئيل خبريالا ورورولي او پرنټ ميډيا دې د اشتهارانو نرخونه ټاكلو كښې د حكومت مرسته وكړي ولې چې د ميډيا حوالې سره چې نن د اصلاحاتو څومره حاجت دے دومره وړاندې نه وو او اے پی اېن اېس دې دې لړ كښې د لارښودنې كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د خپل ځان په خپله احتساب كولو او په قانون عملدرآمد ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2013ﺀ كښې چې پاكستان په كوم حالت كښې مونږ ته ترلاسه شوې وو نن ئې د هغې نه په ښه حالت كښې پرېږدو۔ مونږ امن په ځائې كولو ٬ د برېښنا او ګاز ستونزو لرې كولو ٬ د سرمايه كارۍ چاپېرچل جوړولو او د مجموعی قومی پېداوار نمو شرح زياتولو له كوټلي ګامونه پورته كړل۔ ده ووئيل سره د چلېنجونو حكومت د پرمختګ سفر روان ساتلې او د تېرو 65 كلونو په مهال دومره كار نه دے شوے څومره پرمختيائي كارونه چې په تېرو 5 كلونو كښې شوي۔ ده ووئيل كله چې ذوالفقار علی بھټو د لواري ټنل پرانسته وكړه نو زه د لسم جماعت طالب علم وم ۔ اوس 40 ٬ 45 څلوېښت كاله وروستو زمونږ حكومت د 28 اربه روپو په لګښت دا منصوبه سر ته رسولې۔ دغسې ګوادر كښې په يو شمېر منصوبو 8 ٬ 8 د پرانستې تختۍ لګېدلې دي ولې كار مونږ بشپړ كړو او د پرمختګ سفر مو جاري وساتلو۔ وزيراعظم ووئيل غواړم چې هېواد كښې ټاكنې آزادې او سپېځلې وكړې شي۔ هېواد د بلوچستان او سېنېټ اوسنو ټاكنو كښې رامخې ته شوې سياسي صورتحال زغملې نه شي۔ وزیراعظم دعا وكړه چې مونږ ټول دې د هېواد او جمهوريت خذمت دا سفر روان وساتو

مزید خبریں