جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك به راتلونكې نګران وزيراعظم وي٬ د نګران وزيراعظم په اړه د حكومت او مخالفې ډلې ترمېنځه اتفاق وشو۔ اعلان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬ د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه او د قومي اسمبلې سپيكر د شريك خبري كنفرنس په موقع وكړو پرېكړه تاريخي او د جهوريت بريا ده۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د نګران وزيراعظم په اړه د حكومت او مخالفې ډلې ترمېنځه اتفاق وشو چې له مخې به ئې جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك د هېواد راتلونكې نګران وزيراعظم وي۔ د ګل په ورځ د پارلمان په ودانې كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د …

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د نګران وزيراعظم په اړه د حكومت او مخالفې ډلې ترمېنځه اتفاق وشو چې له مخې به ئې جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك د هېواد راتلونكې نګران وزيراعظم وي۔ د ګل په ورځ د پارلمان په ودانې كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئيل چې نن د پاكستان د جمهوري تاريخ يوه مهمه ورځ ده ځكه چې د راتلونكي نګران وزيراعظم په نوم اتفاق شوے۔ په دې معامله د مخالفې ډلې مشر سره يو شمېر ملاقاتونه شوي دي او نزدې شپږ اونۍ د حكومت او د مخالفې ډلې ترمېنځه په دې مشوره شوې۔ مونږ خپل ګوند سره هم مشوره وكړه او د مخالفې ډلې مشر هم خپل ګوند سره د دې ملاقاتونو په اړه مشوره كړې۔ ده ووئيل چې د نګران وزيراعظم په توګه د چا نوم ته چې حتمي شكل وركړے شوے٬ د هغه كردار ډېر سپېځلې دے۔ څوك هم د هغه كردار ته ګوته نه شي نيولې۔ وزيراعظم ووئيل چې زه د سپيكر سردار اياز صادق هم مننه كوم چا چې په دې ټوله معامله كښې خپل آئيني كردار ترسره كړے۔ د دې څخه وړاندې د قومي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې د نګران وزيراعظم د ټاكنې معامله په افهام او تفهيم سره حل شوې۔ دا تاريخي پرېكړه ده او د جمهوريت بريا ده۔ دا د پاكستان او د جمهوريت دواړو په حق كښې ده۔ د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل چې د وزيراعظم او سپيكر مننه كوم ځكه چې د نګران وزيراعظم په اړه پرېكړه ډېره مهمه وه۔ ده ووئيل چې ډېرې خبرې كېدې شې سياست دانان خپلې پرېكړې په خپله نه شي كولې٬ تل پرېكړې د بهر نه كېږي۔ په دې لړ كښې مو وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره يو شمېر ملاقاتونه وشول۔ د چا نومونه چې وړاندې راغلل٬ هغوي ټول د عزت او احترام وړ دي۔ هڅه مو كړې چې داسې پرېكړه وشي چې د پاكستان اولس او ټولو سياسي ګوندونو ته د قبلولو وړ وي۔ ده ووئيل چې پيپلز ګوند د مخالفې ډلې نورو مشرانو سره هم مشوره كړې۔ ده ووئيل چې د حكومت او مخالفې ډلې ترمېنځه راتلونكي نګران وزيراعظم لپاره د جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك په نامه اتفاق شوے۔ جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك د پاكستان ستر قاضي هم پاتې شوے۔ په عدالتي تاريخ كښې ئې يو تاريخي كردار پاتې شوے۔ لوي څښتن دې همت وركړي چې د جولائي په 25مه نېټه صاف٬ شفاف او منصفانه انتخابات وكړې شي۔ ده ووئيل چې خوښ په دې خبره يو چې مونږ پنځه كلنه آئيني موده ترسره كوو او دا هيله هم ده چې يو ځل بيا به اقتدار په سوله منتقل شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې په هر يو نوم غور شوے٬ د ناصر الملك په نوم پرېكړه په اتفاق سره شوې چې ورته څوك هم ګوته نه شي نيولې

مزید خبریں