د چین پاکستان اقتصادی راھداری منصوبې بنیاد ګلګت بلتستان دے۔ د سی پېک ګټه به هم ګلګت بلتستان ته ترلاسه وي۔ سی پېک څخه د استفادې كولو په سبب به ګلګت بلتستان د هېواد تر ټولو سوكاله سيمه وي۔ د رايو اختلاف د مخالفې ډلې حق دې ولې د نورو دريځ هم بايد واورېدلې شي۔ د رايو اختلاف بايد په اصولو اډانه وي۔ نن د ګلګت بلتستان اولس ته د هېوا د نورو وګړو برابر حقونه ترلاسه دي۔ د پاکستان په سول سروس كښې به هم ګلګت بلتستان ته كوټا وركولې شي۔ د وزیراعظم شاھد خاقان عباسی د ګلګت بلتستان قانون سازې اسمبلۍ ته خطاب

اسلام آباد ۔27مئی (اے پی پی)وزیر اعظم شاھد خاقان عباسی وئيلي دي د چین پاکستان اقتصادی راھداری منصوبې بنیاد ګلګت بلتستان دے۔ د سی پېک ګټه به هم ګلګت بلتستان ته ترلاسه وي۔ سی پېک څخه د استفادې كولو په سبب به ګلګت بلتستان د هېواد تر ټولو سوكاله سيمه وي۔ د رايو اختلاف د مخالفې ډلې حق دې ولې د نورو دريځ هم بايد واورېدلې شي۔ د رايو اختلاف …

اسلام آباد ۔27مئی (اے پی پی)وزیر اعظم شاھد خاقان عباسی وئيلي دي د چین پاکستان اقتصادی راھداری منصوبې بنیاد ګلګت بلتستان دے۔ د سی پېک ګټه به هم ګلګت بلتستان ته ترلاسه وي۔ سی پېک څخه د استفادې كولو په سبب به ګلګت بلتستان د هېواد تر ټولو سوكاله سيمه وي۔ د رايو اختلاف د مخالفې ډلې حق دې ولې د نورو دريځ هم بايد واورېدلې شي۔ د رايو اختلاف بايد په اصولو اډانه وي۔ نن د ګلګت بلتستان اولس ته د هېوا د نورو وګړو برابر حقونه ترلاسه دي۔ د پاکستان په سول سروس كښې به هم ګلګت بلتستان ته كوټا وركولې شي۔ د اتوار په ورځ د ګلګت بلتستان قانون سازې اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل دا ننۍ ورځ به ګلګت بلتستان اسمبلۍ لپاره يو سنګ ميل ثابت شي۔ دا ورځ به د سيمې پرمختګ كښې هم مرسته كوؤنكې ثابت شي۔ ستاسو حقونه به تاسو ته دركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د ګلګت بلتستان اولس ته د پرېكړې كولو اختيار او دوئي ته د حقونو وركولو كار د يو اېګزېکټو آرډر د لارې كړې۔ كه په دې لړ كښې قانون سازۍ ته اړتيا وې نو هغه به هم شوې وه۔ ولې چې په دې مسئله څوك اختلاف نه لري۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلۍ اپوزيشن حق دے چې اختلاف وكړي ولې دا اختلاف بايد په اصولو اډانه وي۔ ده ووئيل اختلافي خبره كولو سره د بل دريځ هم بايد واورېدلې شي۔ وزيراعظم ووئيل د 18 بدلون څخه وروستو صوبو ته چې كوم حقونه ترلاسه شوي هغه ټول ګلګت بلتستان ته هم ترلاسه دي او د ګلګت بلتستان قانون سازې اسمبلۍ ته اختيار دے چې هغه په دې لړ كښې قانون سازي وكړي۔ وزیراعظم ووئيل د ګلګت بلتستان په اړه ځينې نور بدلونونه هم شوي چې ترمخه به ئې د ګلګت بلتستان ګورنر مقامي وي۔ ده ووئيل محمد برجېس طاھر هم د ګلګت بلتستان ګورنر پاتے شوے ولې هغه آخري ګورنر وو۔ ده ووئيل دغسې اوس به د هائيكورټ قاضيان او ستر قاضيان هم مقامي وي۔ وزيراعظم ووئيل د نورو صوبو په شان د ګلګت بلتستان سول سروس جوړولو اجازه هم وركړې شوې او مقامي كسان به ستاسو خذمت كوي او د پاكستان په سول سروس كښې به هم ګلګت بلتستان ته كوټه وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل ټول اختیارات به د ګلګت بلتستان ستر سېكتر سره وي۔ د فنډز مصرف كولو اختيارات به هم مقامي مشرتابه ته ترلاسه وي۔ ده ووئيل زمونږ د حكومت آئيني موده ترسره كېدو كښې 4 ورځې پاتې دي كه د ګلګت بلتستان اعلی وزير په دې اړه كوم بدلون غواړي نو مونږ د هغې كولو ته هم چمتو يو۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د ګلګت بلتستان په پرمختيائي فنډز كښې زياتوالې كړې او نن چې د كومو سكيمونو پرانسته شوې دا د لس كالو څخه ځنډولې شوې وو۔ وزیراعظم شاھد خاقان عباسی ووئيل په كال 1973ء كښې چې كله زه د 12، 13 كلونو وم د لواري ټنل منصوبې پرانسته شوې وه۔ او دا اعزاز هم د مسلم ليګ (ن) حكومت ته ترلاسه دے چې د دومره اوږدې مودې ځنډولې شوې منصوبه ئې پايې ته ورسوله۔ وزيراعظم ووئيل د ګلګت بلتستان معاملو په لړ كښې وزیراعظم او وفاقی وزیر اختيارات نه لري اوس ټول اختيارات تاسو سره دي۔ او ستاسو ستړې او هڅې ټول هېواد مني۔ ده ووئيل د روان كال په مهال به د تېر كال په مقابله كښې د سېلګرو شمېره زياته وي او سي پېك څخه استفاده كولو سره به ګلګت بلتستان د هېواد تر ټولو زياته سوكاله سيمه جوړه شي۔ د ګلګت بلتستان يوه ورځنۍ دورې په مهال وزيراعظم سره د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير محمد برجېس طاهر هم موجود وو۔

مزید خبریں