د رايو قامي يووالي د لارې د مسئلو حل راويستلې شي۔ د دې ترلاسه كولو كار د سياستدانانو دے۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) حکومت د اولس خذمت كړې۔ پاكستان ئې مضبوط كړې۔ پاكستان به يوازې د جمهوريت د لارې پرمختګ كوي۔ اولس ته په ادعاګانو او كار كښې فرق ښكاره دے۔ كومو كسانو چې سياسي وفادارۍ بدلې كړې دي دوئي څخه پاكستان يا د پاكستان سياست ته هېڅ ګټه نه ده شوې۔ اولس دا ډول كسان د عزت قابل نه ګڼي۔ په جولائي كښې به د پاكستان اولس يو وارې بيا په مسلم ليګ (ن) د خپل باور څرګندونه كوي۔ د شهید بېنظیر بھټو پل منصوبې سره به د سيمې اولس ته اسانۍ ترلاسه شي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د راجن پور كوټ مټھن سيمه كښې د اېن 55 او اېن 5 يو بل سره تړونكي پل پرانستې څخه وروستو دستورې ته خطاب

اسلام آباد ۔26مئی (اے پی پی)وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د رايو قامي يووالي د لارې د مسئلو حل راويستلې شي۔ د رايو قامي يووالې ترلاسه كولو كار د سياستدانانو دے۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) حکومت د اولس خذمت كړې۔ پاكستان ئې مضبوط كړې۔ پاكستان به يوازې د جمهوريت د لارې پرمختګ كوي۔ اولس ته په ادعاګانو او كار كښې فرق ښكاره دے۔ كومو كسانو چې سياسي …

اسلام آباد ۔26مئی (اے پی پی)وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د رايو قامي يووالي د لارې د مسئلو حل راويستلې شي۔ د رايو قامي يووالې ترلاسه كولو كار د سياستدانانو دے۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) حکومت د اولس خذمت كړې۔ پاكستان ئې مضبوط كړې۔ پاكستان به يوازې د جمهوريت د لارې پرمختګ كوي۔ اولس ته په ادعاګانو او كار كښې فرق ښكاره دے۔ كومو كسانو چې سياسي وفادارۍ بدلې كړې دي دوئي څخه پاكستان يا د پاكستان سياست ته هېڅ ګټه نه ده شوې۔ اولس دا ډول كسان د عزت قابل نه ګڼي۔ په جولائي كښې به د پاكستان اولس يو وارې بيا په مسلم ليګ (ن) د خپل باور څرګندونه كوي۔ د شهید بېنظیر بھټو پل منصوبې سره به د سيمې اولس ته اسانۍ ترلاسه شي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ددې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د راجن پور كوټ مټھن سيمه كښې د اېن 55 او اېن 5 يو بل سره تړونكي پل پرانستې څخه وروستو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ شهید بېنظیر بھټو پل په اباسين جوړ كړې شوې۔ ددې پل جوړېدو سره د هېواد يو شمېر ښارونو ترمينځه مسافت كمولو كښی مرسته ترلاسه شوې۔ دې سره د كراچۍ او كشمور په شمول د رحيم يار خان ٬ بهاولپور ٬ ملتان ٬ فېصل آباد او لاهور ترمينځھ مسافت هم كم شوې۔ دا پل 1.2کلومیټر اوږد او 12.2میټر پلن دے۔ وزيراعظم ووئيل د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت د اولس خذمت كړې۔ پاكستان ئې مضبوط كړې او دا ئې د پرمختګ په لاره روان كړې۔ ده ووئيل ننۍ منصوبه ستاسو د وړاندې ده۔ په دې 8 اربه روپۍ مصرف كړې شوي۔ ده ووئيل د محمد نواز شریف حکومت يوازنې حكومت وو كوم چې نه يوازې پخوانۍ منصوبې ترسره كړی بلكې نوې ئې جوړې هم كړې او ترسره ئې هم كړې۔ ده ووئيل نن چې د كومې منصوبې پرانسته شوې ددې دواړو اړخونو ته سړكونه مكمل دي او دې سره يو شمېر سيمې يو بل سره تړلې شوي دي۔ دې منصوبې سره به دې سيمې څخه تر كراچۍ سفر د 7 ساعتونو ٬ تر لاهور د 4 او تر ملتان د 2 ساعتونو په مسافت شي۔ وزیراعظم ووئيل د پنجاب اعلی وزير چې په لس كاله كښې څومره كار كړې هغه په 60 كلونو كښې شوې نه دې۔ ده ووئيل كال 2013ء كښې هېواد كښې د برېښنا او ګاز ستونزه وه مونږ 5 كاله كښې منصوبه بندي وكړه۔ وسائل مو وكارول او هغه ستونزې مو هوارې كړې كومو سره چې پاكستانې اولس مخ وو۔ د لوئي څښتن په فضل مو قامي ګرډ كښې 10400مېګاواټ برېښنا شامل كړه۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت راروانو 20 كلونو له د برېښنا انتظام كړې۔ وزیراعظم ووئيل په تېرو ټول ټاكنو كښې د سوئيلي پنجاب په اړه خبره شوې ۔ دې خلقو څخه دا خبره هېره وه چې په دې لړ كښې پنجاب اسمبلۍ كښې يو قرارداد موجود دے۔ وزیراعظم ووئيل حاجت دې خبرې ته دې چې هېواد كښې د رايو يو والي ته وده وركړې شي او په مهمو مسئلو د رايو قامي يوالې ترلاسه كړې شي۔ او ددې ترلاسه كول د سياستدانانو كار دے۔ ده ووئيل د پاكستان اولس وليدل چې د فاټا د وګړو اكثريت د پاكستان قانون غواړي۔ مونږ هڅه وكړه د رايو قامي يو والي په نتيجه كښې قامي اسمبلۍ او سېنېټ كښی په درې كښې د دوه برخې اكثريت سره ددې بل منظوري وركړې شوه۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان په هر هغه ضلع كښې په پوهنتون جوړوؤ چرته چې پوهنتون نشته دا د اولس حق دے او دا به دوئي ته ضرور وركولې شي۔ وزیر اعظم ووئيل په تېرو 5 كلونو كښې خنجراب څخه تر ګوادر او كراچۍ څخه تر پېښور د سړكونو او موټروېز منصوبې ترسره شوې۔ دا د اولس د هغه پرېكړې نتيجه وه كومه چې دوئي په كال 2013 ﺀ كښې دووټ د پرچي په شكل كښې په مسلم ليګ (ن) د باور څرګندونه كړې وه۔ په جولائي كښې به پاكستانې اولس يو وارې بيا په مسلم ليګ ن د خپل باور څرګندونه كوي ولې چې كه د اولس ووټ ضائع شو نو بيا به دوئي ستومانه وي۔ ده ووئيل د كال 2008ء په ټاكنو كښې اولس يوه پرېكړه كړې وه ټول قام ته ياده ده۔ ځكه اولس بايد سوچ سره پرېكړه وكړي۔

مزید خبریں