شجاع آباد ۔26مئی (اے پی پی) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د پاكستان پرمختګ د سياسي استحكام د لارې ممكن دے۔ هر ډول نظام تجربه كولو سره غوره نتيجې ترلاسه نه شوې۔ پاكستان به جمهوريت كښې مخ په وړاندې ځي۔ پاکستان مسلم لیګ (ن) په 5 كاله كښی د اربونو روپو پرمختيائي منصوبې پېل كولو سره پايې ته ورسولې كومې چې په 65 كلن تاريخ كښې مثال نه …
د پاكستان پرمختګ د سياسي استحكام د لارې ممكن دے۔ هر ډول نظام تجربه كولو سره غوره نتيجې ترلاسه نه شوې۔ پاكستان به جمهوريت كښې مخ په وړاندې ځي۔ پاکستان مسلم لیګ (ن) په 5 كاله كښی د اربونو روپو پرمختيائي منصوبې پېل كولو سره پايې ته ورسولې كومې چې په 65 كلن تاريخ كښې مثال نه لري۔ د ملتان ۔ سکھر موټروے ملتان شجاع آباد برخه ترسره كېدو سره به د سيمې اولس په يو څو ساعتونو كښې لاهور ٬ كراچۍ او اسلام آباد ته رسي۔ دا منصوبه د خپل ټاكلي وخت څخه يو كال وړاندې پايې ته رسولې شي۔ د وزیر اعظم د 294 ارب روپو ملتان ، سکھر منصوبې ملتان څخه تر شجاع آباد برخې پرانستې غونډې ته خطاب

مزید خبریں
شجاع آباد ۔26مئی (اے پی پی) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د پاكستان پرمختګ د سياسي استحكام د لارې ممكن دے۔ هر ډول نظام تجربه كولو سره غوره نتيجې ترلاسه نه شوې۔ پاكستان به جمهوريت كښې مخ په وړاندې ځي۔ پاکستان مسلم لیګ (ن) په 5 كاله كښی د اربونو روپو پرمختيائي منصوبې پېل كولو سره پايې ته ورسولې كومې چې په 65 كلن تاريخ كښې مثال نه لري۔ د ملتان ۔ سکھر موټروے ملتان شجاع آباد برخه ترسره كېدو سره به د سيمې اولس په يو څو ساعتونو كښې لاهور ٬ كراچۍ او اسلام آباد ته رسي۔ دا منصوبه د خپل ټاكلي وخت څخه يو كال وړاندې پايې ته رسولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د 294 ارب روپو ملتان ، سکھر منصوبې ملتان څخه تر شجاع آباد برخې پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د منصوبې پرانسته وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د تېرو حكومتونو منصوبې د كروړونو وې ولې دې حكومت په 5 كاله كښې د اربونو روپو منصوبې نه يوازې پېل كړې بلكې ترسره ئې هم كړې۔ ده ووئيل نوازشریف په 1999ء كښې په شجاج آباد كښې جلسه كړې وه په كومه ورځ چې دده حكومت ختم كړې شوې وو۔ ده ووئيل په تېرو 5 كلونو كښې دومره كارونه شوي څومره چې په 65 كاله كښې شوې نه دي۔ په 65 كاله كښې په هېواد كښې په مجموعي توګھ 20 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كړې شوه ولې ددې په مقابله كښې زمونږ د حكومت په دور كښې د 10400مېګاواټ برېښنا منصوبې پېل او ترسره شوې۔ ده ووئيل د كال 2013ء په مقابله كښې صورتحال ډېر ښه دے۔ ده وئيل د مشرف په لس كلن دور كښې د برېښنا كومه منصوبه لګولې شوې نه وه او نه د آصف علي زرداري په دور كښې د برېښنا كومه كارخانه لګېدلې۔ ده ووئيل د موټروے دې منصوبې پايې ته رسېدو سره به ملتان څخه تر لاهور د دوه نيمو ساعتونو ٬ تر اسلام آباد د 4 ساعتونو او تر كراچۍ د 8 ساعتونو مسافت پاتې شي۔ دا منصوبه به راروان كال كښې بشپړ شي۔ ده ووئيل د لواري ټنل منصوبې پیل په 1973ء كښې شوې وو ولې دغې منصوبې له 28 ارب روپۍ جاري كولو سره پخواني وزيراعظم نواز شريف دا پايې ته ورسوله۔ وزيراعظم ووئيل يو سياسي فورم داسې دے كوم نه چې د خېر كومه هيله لرلې كېدې نه شي۔ دغې څخه د كنځلو ٬ تورونو او سپكاوي كلتور معارفي كولې شي۔ ده ووئيل كوم كسان چې نن د سوئيلي پنجاب نعره لګوي دا دوئي په تېرو ټاكنو كښې لګولې وه ولې 5 كاله دوئي په دې هېڅ خبره ونكړه۔ ده ووئيل بايد دا انتخابي نعره نه وي۔ ده ووئيل د سوئيلي پنجاب په شمول نوې صوبو له په قامي كچه د رايو يو كولو ته اړتيا ده۔ په دې بايد په قامي كچه خبرې وشي په كومو كښې چې د ټولو سياسي ګوندونو مشران شامل وي۔ وزیراعظم ووئيل د شجاع آباد خان ګړھ ترمينځه په چناب درياب پل جوړولو له فنډز پي اېس ډي پي كښې بېل كړې شوې دې سره به ډېره غازي خان څخه تر ملتان 75 كلوميټر مزل كمېدو سره 7 كلوميټره پاتې شي۔ وزیراعظم تېره شپه د 5 مزدورانو شهادت په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل تعميراتي كمپني به شهيد او ژوبل شويو مزدورانو ته معاوضه وركړي كومې لپاره چې هدايات جاري كړې شوي دي او د وفاقي حكومت لخوا به هم د شهيدانو كورنيو ته سړي سر 10 لكهه روپۍ او ژوبل شويو ته 5 ٬ 5 لكهه روپۍ وركولې شي










