د فاټا ضم كولو بل سره قيام پاكستان بشپړ شوې٬د فاټا اولس لويې قربانۍ وركړي

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي)پھ سېنېټ كښې د بېلو سياسي ګوندونو څخه تعلق لرونكو غړو وئېلي دي چې د فاټا ضم كولو بل سره قيام پاكستان بشپړ شوې٬د فاټا اولس لويې قربانۍ وركړي٬نن هغوي په آئيني توګه د پاكستان وګړي جوړ شوي۔مخالفت كونكي دې استغفار وكړي۔د جمعې پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د فاټا ضم كولو بل منظورۍ نه پس د خيالاتو څرګندونې سره سناتور چوهدري محمد سرور ووئيل د خېبرپښتونخوا وګړو د فاټا اولس هركلے كړی كوم چې يو ښه ګام دې٬د حكومت د كال 100 اربه روپۍ فاټا له وركول ښه خبره ده۔سناتور مير كبير شاهي ووئيل كه نوې صوبې جوړیږي نو ډېره غازي خان او راجن پور په بلوچستان كښې په شاملولو دې هم غور وكړی شي۔شېخ آفتاب احمد ووئيل د 1990 راهيسې پارلمان كښې يم٬زمونږ موده اوس ختمېږي٬جمهوريت به خپل مزل روان ساتي٬اختلافاتو سره قانون سازۍ كښې ټول برخه اخلي۔د سېنېټ چيئرمېن او پخواني چيئرمېن مننه كوم چې په ښه ډول يې چارې ترسره كړي۔سناتور بهرمند ووئيل ايوان كښې ټولو غړو او د فاټا اولس له مباركي وركوم چا چې د فاټا په اړه بل منظور كړی۔پيپلز ګوند چې كوم خوب ليدلې وو نن هغه پوره شوې۔سناتور محمد اكرم ووئيل د فاټا اولس ته حقونه ترلاسه كېدل يو ښه خبره ده٬د بل پھ منظورۍ ايوان او حكومت له مباركي وركوم۔سناتور عتيق شېخ د بل منظورۍ هركلي كولو سره ووئيل بايد نوې صوبې جوړی شي۔د نورو صوبو تر جوړیدو عامو وګړو ته پھ صحيح ډول حقونه نه ترلاسه كېږي۔سناتور مشتاق احمد خان ووئيل چې اروښاد قاضي حسېن احمد هم د فاټا اولس حقونو لپاره هلې ځلې پیل كړی وې۔قبائي اولس د تور قانون لاندې ژوند تېرولو بايد اوس فاټا كښې بانكونه جوړ شي او كارخانې ولګولې شي۔سناتور انوار الحق كاكړ ووئيل نن د فاټا اولس په آئيني توګه د پاكستان وګړي جوړ شوي٬د بل حمايت كونكو نيت سم و۔سناتور رحمان ملك ووئيل د فاټا اولس لويې قربانۍ وركړي او هغوي پاكستان جوړ كړی۔سناتورې رخسانه زبيري ووئيل سېنېټ دې خپل ترجيحات او ايجنډا ترتيب كړي