اسلام آباد۔ 23 مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د مدينه انسټی ټیوټ آف لیډر شپ لخوا د اقامې سرټیفکېټ ایوان ته وړاندې كولو سره وئيلي د نوموړې ادارې لخوا زما غړېتوب دې د ايوان او هېواد لپاره د درناوي خبره وي۔ په ما تور لګوؤنكي دې قام څخه معافي وغواړي۔ د چا د واجب القتل ګرځولو حق كوم وګړي ٬ ټولنې يا ډلې ته ترلاسه …
داخله وزير د مدينه انسټی ټیوټ آف لیډر شپ لخوا د اقامې سرټیفکېټ ایوان ته وړاندې كړو د نوموړې ادارې لخوا زما غړېتوب دې د ايوان او هېواد لپاره د درناوي خبره وي۔ په ما تور لګوؤنكي دې قام څخه معافي وغواړي۔ د چا د واجب القتل ګرځولو حق كوم وګړي ٬ ټولنې يا ډلې ته ترلاسه نه دے۔ د جهاد حكم يوازې رياست وركولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 23 مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د مدينه انسټی ټیوټ آف لیډر شپ لخوا د اقامې سرټیفکېټ ایوان ته وړاندې كولو سره وئيلي د نوموړې ادارې لخوا زما غړېتوب دې د ايوان او هېواد لپاره د درناوي خبره وي۔ په ما تور لګوؤنكي دې قام څخه معافي وغواړي۔ د چا د واجب القتل ګرځولو حق كوم وګړي ٬ ټولنې يا ډلې ته ترلاسه نه دے۔ د جهاد حكم يوازې رياست وركولې شي۔ د شورؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښی د خيالاتو څرګندونې په مهال ده ووئيل د لوئي څښتن شكر دے زه نوے ژوند سره نن بيا ايوان كښې ولاړ يم۔ په 6 مئي يو جنوني زما د ژوند ختمولو هڅه وكړه۔ د پېښې څخه لږ وړاندې د يو عاشق رسول (ص) فون راغې او چا ووئيل دا واوره ما فون اورېد چې په دې زما څنګل زما ډھال جوړه شو۔ ده په تپوس پوښتنه كولو د بلاول بھټو مننه وكړه۔ دغسې ده د هغو كسانو هم مننه وكړه چا چې ده ته د خواخوږۍ پېغامونه ولېږل۔ ده ووئيل چې 2000 څخه زياتو علماﺀ كرامو فتوی وركړې چې د جهاد حكم يوازې رياست وركولې شي۔ ده وئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد قربانۍ وركړې دي۔ د يو حديث مبارك حوله وركولو سره وفاقي وزير ووئيل جھګړې انسانيت تباه كوي۔ د صدقې او خېرات نه زيات اهم امن په ځائې كول دي۔ ده د عمران خان هم مننه وكړه چا چې ده ته ګلدسته ولېږله۔ ده ووئيل ولې چا چې ګلدسته راولېږله هغه لږه شېبه وروستو په ټي وي د بريد كوؤنكي دفاع كوله۔ ده ووئيل ماته هم اقامه وزير وئيلې كېږي۔ ما تر پرون عدالت كښې د كېس انتظار كولو ولې نن خپل كېس ايوان ته وړاندې كوم۔ ده ووئيل بايد مونږ د تصديق نه غېر خبرې خپرې نه كړو










