مونږ د جديد معيشت بنياد اېښودلې۔ پاكستان به تر كال 2025ء د نړۍ په 25 لويو معيشتونو كښې وشمېرلې شي۔ زمونږ ځوانان د نوي نالج اكانوي په دنيا كښې پاكستان ډېر مخ په وړاندې بوتللې شي۔ هغه قامونه ژوندي پاتې كېږي كوم چې د معشيت او دولت په پېداوار كښې د نورو قامونو نه وړاندې وي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د نېشنل سېنټر آف روبوټكس اېنډ آټومیشن‘ پرانستې دستورې ته وېنا

اسلام آباد ۔ 23 مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو ٬ منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزري پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي مونږ د جديد معيشت بنياد اېښودلې۔ پاكستان به تر كال 2025ء د نړۍ په 25 لويو معيشتونو كښې وشمېرلې شي۔ زمونږ ځوانان د نوي نالج اكانوي په دنيا كښې پاكستان ډېر مخ په وړاندې بوتللې شي۔ هغه قامونه ژوندي پاتې كېږي كوم چې د معشيت …

اسلام آباد ۔ 23 مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو ٬ منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزري پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي مونږ د جديد معيشت بنياد اېښودلې۔ پاكستان به تر كال 2025ء د نړۍ په 25 لويو معيشتونو كښې وشمېرلې شي۔ زمونږ ځوانان د نوي نالج اكانوي په دنيا كښې پاكستان ډېر مخ په وړاندې بوتللې شي۔ هغه قامونه ژوندي پاتې كېږي كوم چې د معشيت او دولت په پېداوار كښې د نورو قامونو نه وړاندې وي۔ ده دا خبرې د شورؤ په ورځ د نېشنل سېنټر آف روبوټكس اېنډ آټومیشن پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې ما لپاره د اعزاز خبره ده چې د داسې سېنټر جوړېدو په دستوره كښې ګډون كوم كوم چې زما يو خوب وو۔ ده ووئيل چې د مئي په 6مه نېټه يو انتها خوښي بزدلانه بريد كولو سره زما د ژوند ختمولو هڅه كړې خو بچ كوؤنكے د وژونكي نه لوئے دے۔ ده ووئيل چې د بريد كوؤنكي يوه ګولۍ زما په وجود كښې ده كومه به چې تل ماته خپل مشن يادوي۔ دا ګولۍ زما وجود سره پېوست شوې خو زما روح ئې ژوبل نه كړې شو۔ كېدې شي لوئے څښتن په سي پېك نور كار كولو لپاره بچ كړې يم۔ ده ووئيل په كال 2013ﺀ كښې چې كله مونږ اقتدار ته راغلو نو د جوماتونو په شمول كوم ځائې محفوظ نه وو خو قام د ترهګرۍ په ضد د پاڅېدو پرېكړه وكړه او پوره عزم سره ئې د ترهګرو ملا ماته كړه خو د ترهګرو په ضد لا كار پاتې دې۔ ده ووئيل چې مونږ ډېر كار كړې۔ په 2013ﺀ كښې چې كله اقتدار ته راغلو نو په پاكستان كښې 2 جي رائج وو۔ نن مونږ په هغه هېوادونو كښې شامل يو چرته چې 5 جي هم كارولې شي۔ ده ووئيل چې كله مو د لېپ ټاپ سكيم پېل كړو نو خلقو وئيل چې سياسي رشوت وركولې شي۔ كه دا سياسي رشوت وو نو يوازې د ګوند ځوانانو ته به مو وركړې وو۔ ده ووئيل په 66 كلونو كښې 18 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كړې شوې۔ مونږ په 5 كلونو كښې 10 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كړې۔ حكومت 17 سو كلوميټره موټر وېز جوړې كړې۔ دې نه وړاندې هم 550 كلوميټره موټروېز مونږ جوړه كړې وه۔ په دې موقع د كورنيو چارو وزير د تختې مخ كتنه كولو سره د سېنټر پرانسته وكړه۔ د نسټ رېكټر جنرال (ر) نويد زمان او د نسټ كالج آف الېكټريكل اېنډ مېكنېكل انجينئرنګ مشر او د بېلا بېلو پوهنتونو د فېكلټۍ غړي هم په دې موقع موجود وو

مزید خبریں