کراچی ۔ 23 مئی (اے پی پی) امريكائي رياست ټېكساس كښې د د ډزو پېښه كښې حق رسېدلې طالبعلمه سبيكا شېخ د كراچۍ شاه فېصل كالونۍ عظيم پوره مقبره كښې خاورو ته وسپارلې شوه۔ د دې د جنازې لمونځ د شورؤ په ورځ په يونيورسټي روډ حكيم سعيد ګراؤنډ كښې ادا كړې شو كوم كښې چې د سندھ ګورنر محمد زبېر ٬ اعلی وزير سيد مراد علي شاه او د …
امريكائي سكول كښې د ډزو پېښه كښې حق رسېدلې طالبعلمه سبيكا شېخ كراچۍ كښې خاورو ته وسپارلې شوه ۔ د جنازې لمونځ كښې د سندھ ګورنر ٬ اعلی وزير ٬ سياسي لارښودو او د ګڼ شمېر عام وګړو ګډون ٬ په هوائي مېدان د اے اېس اېف اهلكارو په قامي بېرغ كښې نغښتلې شوي مړي ته سلامي وړاندې كړه۔ په كارګو ټرمينل امريكائي فونصل جنرل او نور شخصيات موجود وو۔ سبيكا شېخ د يوت اېكسچېنج اېنډ اسټډي اسكالر شپ پروګرام تر سېوري لاندې په امريكائي سكول كښې زده كړې ترلاسه كولې

مزید خبریں
کراچی ۔ 23 مئی (اے پی پی) امريكائي رياست ټېكساس كښې د د ډزو پېښه كښې حق رسېدلې طالبعلمه سبيكا شېخ د كراچۍ شاه فېصل كالونۍ عظيم پوره مقبره كښې خاورو ته وسپارلې شوه۔ د دې د جنازې لمونځ د شورؤ په ورځ په يونيورسټي روډ حكيم سعيد ګراؤنډ كښې ادا كړې شو كوم كښې چې د سندھ ګورنر محمد زبېر ٬ اعلی وزير سيد مراد علي شاه او د نورو سياسي لارښودو او د سبيكا كورنۍ سره سره ګڼ شمېر عام وګړو ګډون وكړو۔ دې څخه وړاندې سهار د غېر ملكي پرواز د لارې د سبيكا شېخ مړې د كراچۍ هوائي مېدان كارګو ټرمينل ته راورسولې شو۔ په دې مهال د مړي ترلاسه كولو له خاص انتظامات شوي وو۔ په هوائي مېدان د اے اېس اېف اهلكارو په قامي بېرغ كښې نغښتلې شوي مړي ته سلامي وړاندې كړه او دې څخه وروستو ئې مړې وارثانو ته وسپارلو۔ په دې مهال په كارګو ټرمينل امريكائي قونصل جنرل او نور شخصيات هم موجود وو۔ سبيكا شېخ د يوت اېكسچېنج اېنډ اسټډي اسكالر شپ پروګرام تر سېوري لاندې په امريكائي سكول كښې زده كړې ترلاسه كولې او دا د جون په 9مه نېټه هېواد ته راروانه وه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د مئي په 18 نېټه هم ددې سكول د يو طالب علم د ډزو په نتيجه كښې د سبيكا په شمول يو شمېر زده كوؤنكي مړه او ژوبل شوي وو










