وفاقي حكومت زده كوونكو ته د جديد نصاب او د معياري تعليم وركولو د لارې په هېواد كښې لوړ تعليمي معيارات مقرر كړي دي٬ صوبې دې هم د دې پېروي وكړي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د وفاقي تعليم او د وظيفه اي تربيې د وزارت لخوا د نوي نصاب او د درسي كتابونو د اجرا دستورې ته وېنا وزيراعظم د 100/ 100/ 100 اېجوكېشن پروګرام پرانسته هم وكړه

اسلام آباد 21مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې وفاقي حكومت زده كوونكو ته د جديد نصاب ا و د معياري تعليم وركولو د لارې په هېواد كښې لوړ تعليمي معيارات مقرر كړي دي٬ صوبې دې هم د دې پېروي وكړي۔ ده دا خبرې د وفاقي تعليم او د وظيفه اي تربيې د وزارت لخوا د نوي نصاب او د درسي كتابونو د اجرا دستورې ته …

اسلام آباد 21مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې وفاقي حكومت زده كوونكو ته د جديد نصاب ا و د معياري تعليم وركولو د لارې په هېواد كښې لوړ تعليمي معيارات مقرر كړي دي٬ صوبې دې هم د دې پېروي وكړي۔ ده دا خبرې د وفاقي تعليم او د وظيفه اي تربيې د وزارت لخوا د نوي نصاب او د درسي كتابونو د اجرا دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې كومه چې د ګل په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې وشوه۔ وزيراعظم ووئيل چې كوم يو هېواد هم خپل ځوانانو ته د معياري تعليم وركولو نه بغېر پرمختګ نه شي كولې۔ ده ووئيل چې د وفاقي پايه تخت سيمه به د تعليم لوړ معياراتو لپاره نورو صوبو لپاره د ماډل په توګه كار كوي۔ وزيراعظم د نېشنل ټېسټنګ سروس د قيام په ضرورت هم زور راوړو چې دغسې په ټول هېواد كښې د بېلا بېلو تعليمي بورډونو لخوا د وركول كېدونكي تعليم د معيار كچه لوړه كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې په دې وخت كښې د صوبو لخوا چې د كومو بېلا بېلو معياراتو پېروي كولې٬ د هغو جاج اخستل ګران كار دے۔ هيله دې چې راتلونكې حكومت به په دې چېلنج قابو بيا مومي۔ د دې څخه وړاندې وزيراعظم د وفاقي پايه تخت سكولونو لپاره د نوي نصاب او د درسي كتابونو اجرا وكړه۔ په وړومبي پړاؤ كښې د وړومبي ټولګي نه تر پنځم ټولګي كتابونه اپ ګرېډ كړې شوي دي او په دويم پړاؤ كښې به تر اتم كتابونه اپ ګرېډ كړے شي او په دريم او وروستي پړاؤ كښې به د نهم نه تر دوولسم كتابونه بهتر كړے شي۔ ده ووئيل چې د 18م بدلون نه پس د تعليم څانګه صوبو ته تللې۔ صوبې ډېر بجټ لري او په دوي لويه ذمه واري هم راځي۔ ده ووئيل چې په دې وخت كښې حكومت په سركاري سكولونو كښې په هر زده كوونكي د يو كس په سر 5 زره روپې خرڅ كوي خو ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې بيا هم نتيجې د اطمينان وړ نه دي خو د دې په ضد نجي سكولونه ښې نتيجې ترلاسه كوي۔ ده ووئيل چې نجي څانګه پھ ټولو صوبو او په خاص توګه په پنجاب كښې ځانګړې كردار ترسره كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې زه كله سياست ته راغلم نو هغه وخت به په وفاقي كابينه كښې يوازې يو څو ګرېجوېټس وو خو نن حالات بدل دي او په كابينه او پارلمان كښې پي اېچ ډيز٬ انجينئرز او پوسټ ګرېجوېټس سره سره د مدرسو سند لرونكي خلق هم موجود دي۔ په دستوره كښې د تعليم او وظيفه اي تربيې وزير انجينئر بليغ الرحمان او د تعليم سېكتر اكبر حسېن دراني هم موجود وو۔ وزيراعظم د 100/ 100/ 100 اېجوكېشن پروګرام پرانسته هم وكړه د كوم مقصد چې 100 فيصده اندراج٬ 100 فيصده تعليم ترسره كول او 100 فيصده خواندګي باوري كول دي۔ ده هيله څرګنده كړه چې نورې صوبې به هم د دې پروګرام پېروي وكړي

مزید خبریں