وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د امريكا په سكول كښې د حق رسېدلې پاكستانۍ زده كوؤنكې سبيكا شېخ كور ته لاړو۔ په ناڅاپي مرګ د سبيكا مور پلار سره غمرازي سبيكا د پاكستان يوه ذهينه زده كوؤنكې وه۔ ټول قام ته د دې په افسوسناك مرګ خفګان شوې۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

كراچۍ ۔ 20 مئی (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د امريكائي رياست ټېكساس په سانټا فے سكول كښې د ډزو په نتيجه كښې د حق رسېدلې پاكستانۍ زده كوؤنكې سبيكا شېخ كور ته لاړو او د دې مور پلار سره ئې د سبيكا په ناڅاپي مرګ غمرازي ښكاره كړه۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم سېكرټرېټ څخه جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم ووئيل سبيكا د پاكستان يوه ذهينه …

كراچۍ ۔ 20 مئی (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د امريكائي رياست ټېكساس په سانټا فے سكول كښې د ډزو په نتيجه كښې د حق رسېدلې پاكستانۍ زده كوؤنكې سبيكا شېخ كور ته لاړو او د دې مور پلار سره ئې د سبيكا په ناڅاپي مرګ غمرازي ښكاره كړه۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم سېكرټرېټ څخه جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم ووئيل سبيكا د پاكستان يوه ذهينه زده كوؤنكې وه۔ ټول قام ته د دې په افسوسناك مرګ خفګان شوې۔ وزيراعظم دعا وكړه چې لوئے څښتن دے د سبيكا كورنۍ ته د صبر او زغم توفيق وركړي۔ وزيراعظم ووئيل انتها خوښې رجحان د كوم هېواد يا سيمې نه بلكې نړيواله مسئله ده۔ ده ووئيل په داسې رجحانات قابو موندلو له كه يو اړخ ته ددې د اصل سوبونو لټون او ددې مخنيوي ته اړتيا ده نو بلخوا په نړيواله كچه د يو بل تجربو څخه استفادې كول هم ضروري دي

مزید خبریں