کراچی ۔ 20 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی کراچۍ كښې کېنسر کېئر روغتون له د حكومت لخوا د 10 كروړه روپو فنډز وركولو اعلان كولو سره وئيلي د كېنسر په ډول موذي مرض درملنې او خاتمې له كارپورېټ ادارو ته د كارپورېټ سماجي ذمه وارۍ اصول ترمخه خپل كردار ترسره كول پكار دي۔ كېنسر يو داسې مرض دے چې پاكستان كښې په تندۍ سره خپرېږي او ددې …
د كېنسر په ډول موذي مرض درملنې او خاتمې له كارپورېټ ادارو ته د كارپورېټ سماجي ذمه وارۍ اصول ترمخه خپل كردار ترسره كول پكار دي۔ كراچۍ كښې کېنسر کېئر هسپتال پاکستان كښې پېلی اېټو کېئر اولنۍ اداره ده كومه به چې د روان كال په مهال كار پېل كړي۔ د خېراتي ادارې كېدو باوجود به دا تر ټولو نوې اسانۍ لري او معياري اسانۍ به وركوي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي کېنسر کېئر روغتون له د فنډز جمع كولو دستورې ته خطاب

مزید خبریں
کراچی ۔ 20 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی کراچۍ كښې کېنسر کېئر روغتون له د حكومت لخوا د 10 كروړه روپو فنډز وركولو اعلان كولو سره وئيلي د كېنسر په ډول موذي مرض درملنې او خاتمې له كارپورېټ ادارو ته د كارپورېټ سماجي ذمه وارۍ اصول ترمخه خپل كردار ترسره كول پكار دي۔ كېنسر يو داسې مرض دے چې پاكستان كښې په تندۍ سره خپرېږي او ددې درملنو له اسانۍ ناكافي دي۔ كراچۍ كښې کېنسر کېئر هسپتال پاکستان كښې پېلی اېټو کېئر اولنۍ اداره ده كومه به چې د روان كال په مهال كار پېل كړي۔ د خېراتي ادارې كېدو باوجود به دا تر ټولو نوې اسانۍ لري او معياري اسانۍ به وركوي۔ وزيراعظم ددې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ ګورنر هاؤس كښې کېنسر کېئر روغتون له د فنډز جمع كولو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د سندھ ګورنر او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل ډاكټر شهريار خان سره په ملاوېدو ماته خوشحالي شوې۔ ده داسې كار پېل كړې كوم ته چې پاكستان كښې اړتيا وه۔ ډاكټر شهريار چې كوم بريفنګ وركړو او كومې شمېرې ئې وښودلې نو ددې ترمخه كېنسر يو داسې مرض دے چې پاكستان كښې په تندۍ سره خپرېږي او ددې درملنو له اسانۍ ناكافي دي۔ ده ووئيل د کېنسر ويړيا درملنې له روغتون يو لوئے چېلنج دے او دا زمونږ د ټولو فرض دي چې څومره مرسته كولې شؤ وكړو۔ ده ووئيل مونږ چې څومره شمېرې لرو د هغې ترمخه د كېنسر 75 فيصد رنځوران درملنو نه غېر په حق رسي۔ دا يو تكليف وركوؤنكې پړاؤ دے۔ وزیراعظم ووئيل خپلو وګړو ته د هېلت کېئر اسانۍ وركول د كوم هم وفاقي يا صوبائي حكومت ذمه واري وي۔ وزیراعظم ووئيل كراچۍ كښې د کېنسر کېئر روغتون جوړولو منصوبه به د 9 اربه روپو په مصرف پايې ته رسي۔ دا پاكستان كښې اولنۍ پېلي اېټو كېئر اداره ده كومه به چې د روان كال په مهال كار پېل كړي۔ وزيراعظم ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې د خېراتي ادارې كېدو باوجود به دا تر ټولو نوې اسانۍ لري او معياري اسانۍ به وركوي۔ وزیراعظم ووئيل د کارپورېټ سماجی ذمه دارۍ(سی اېس آر) ترمخه او جي ډي سي اېل دې ادارې لپاره فنډز او عطيات راكړي دي۔ زه هيله لرم چې سركاري او نجي ادارې به هم د سي اېس آر تر مخه ددې ادارې مرسته وكړي۔ ده ووئيل حكومت به هڅه كوي چې فنډز او عطيات ټېكس څخه مستثنی كړي۔ وزیراعظم ووئيل دا ډول ادارې جوړول د وخت ضرورت دے ولې چې دې ادارو كښې كومې اسانۍ وركولې شي هغه حكومتي څانګه وركولې نه شي۔ وزیراعظم روغتون لپاره د 10 كروړو روپو اعلان كولو سره هيله ولرله چې نورې ادارې به هم په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ وزیراعظم دا هيله هم ولرله چې د فنډز رېزنګ دا ډول دستورې به سباؤن كښې هم كولې شي۔










