اسلام آباد ۔ 18 مئی (اے پی پی) سټريټ چائلډ فټ بال كپ كښې د سپينو زرو مېډل ترلاسه كولو څخه وروستو پاكستانۍ لوبډله (نن) ماسكو څخه هېواد ته رارسي۔ په نیواسلام آباد انټرنېشنل ایئرپورټ به د مذهبي چارو دوهم وزير پیر محمد امین الحسنات شاہ، او د مسلم هېنډز چيئرمېن حسنېن سره سره سماجي كارمندان ٬ لوبغاړي او ګڼ شمېر وګړي د دوئي تود هركلې كوي۔ تېرو ورځو كښې ماسكو كښې شوي د سټریټ چائلډ نړيوال فټ بال كپ په فائنل كښې پاكستاني لوبغاړو د ازبكسان دلاسه 6-5 پنلټی ککس سره ماتې خوړلو سره د سپينو زرو تمغه ترلاسه كړه۔ په ټاكلي وخت كښې د دواړو لوبډلو ترمينځھ مقابله 1-1 ګول سره برابر پاتې شوه۔ د مېچ پرېكړه په پنلټي ككس وشوه۔ پنلټي ككس كښې ازبكستان 5 او پاكستان 4 ګولونه وكړل۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په نړيوال كپ كښې د 22 هېوادونو انډر 16 لوبډلو برخه واخسته۔ دې څخه وړاندې په كال 2014ء كښې برازيل كښې شوې سټریټ چائلډ نړيوال کپ كښې پاكستان درېم پوزيشن ترلاسه كړې وو