اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) قومي لوبډله به په اېشين سنوكر چېمپئن شپ كښې ګډون كولو لپاره ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ د مئي په 4مه نېټه اېران ته ځي۔ د پاكستان بلئيرډ اېسوسي اېشن د مېډيا كوآرډينېټر نويد كباډيه له مخې چمپئن شپ به روانه مياشت د شېډول له مخې د مئي د 6مې نه نه 12مه نېټه په اېران كښې كېږي چې پكښې به محمد آصف٬ محمد بلال٬ بابر مسيح او محمد ماجد علي د هېواد نمائندګي كوي