اسلام آباد 27 مارچ (اے پی پی) پاك بحریه په 25م نېشنل شوټنګ جام كښې بريالۍ شوه٬ پاكستان آرمي په ون يونټ كښې دوېم پوزيشن ترلاسه كړو۔ د نېوي شوټنګ ډلې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره د سرو 20٬ د سپينو زرو 14 او د ګيلټو 11 تمغې ترلاسه كړې۔ د چیمپئن شپ د پائي او د انعامونو د وېش دستوره د نهې په ورځ د پاكستان نېوې شوټنګ …
پاك بحریه په 25م نېشنل شوټنګ جام كښې بريالۍ شوه٬ پاكستان آرمي په ون يونټ كښې دوېم پوزيشن ترلاسه كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 27 مارچ (اے پی پی) پاك بحریه په 25م نېشنل شوټنګ جام كښې بريالۍ شوه٬ پاكستان آرمي په ون يونټ كښې دوېم پوزيشن ترلاسه كړو۔ د نېوي شوټنګ ډلې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره د سرو 20٬ د سپينو زرو 14 او د ګيلټو 11 تمغې ترلاسه كړې۔ د چیمپئن شپ د پائي او د انعامونو د وېش دستوره د نهې په ورځ د پاكستان نېوې شوټنګ رېنج كارساز كښې وشوه چې پكښې د كراچۍ كمانډر ريئر اېډمرل اطهر مختار خاص مېلمه ٶ۔ د جام په ون يونټ كښې د پاكستان نېوي لوبغاړې غفران عادل د رائفل ون يونټ غوره لوبغاړې وګرځولې شو۔ په دې موقع دستورې ته خاص مېلمه د كراچۍ كمانډر ريئر اېډمرل اطهر مختار وېنا هم وكړه۔ ده ووئيل شوټنګ د يوې لوبې په حېث د وسله والو ځواكونو سره سره په قامي كچه هم ځانګړې حېثيت لري۔ د يادونې وړ ده چې په شوټنګ چيئمپن شپ كښې پاك آرمي٬ نېوي٬ ايئر فورس سره سره د پنجاب٬ سندھ ٬ واپډا ٬ فېډرل رائفل اېسوسي اېشن او د خئبر پښتونخوا لوبډلو هم برخه اخستې۔








