كراچې 22 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان او چين د دوستې موټري لاريون د جمعې او خالي په مېنځنې شپه كراچې ته ورسېدو۔ په موټري لاريون كښې په 20 ګاډو كښې 52 چينائي وګړي شامل دي۔ كراچې ته په رسېدو د سندھ وزيراعلٰي سلاكار سلمان مراد او نورو وګړو د موټري لاريون تود هركلې وكړو۔ ماشومانو ګډون كوونكو ته د ګلونو ډالې وركړې او د سندھ كلتوري اجرك هم وركړې شول۔ په دې موقع د امنيت سخت انتظامات شوي وو۔