د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال په جي سي لاهور كښې د لېپ ټاپ وېشلو دستورې ته وېنا او خبريالانو سره خبرې

لاهور 22 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې د بدلون دړكې كول جمهوريت نه دے٬ د نومبر په 2مه نېټه به اسلام آباد بند نه شي٬ پي ټي آئي به بند شي٬ په پاكستان كښې جمهوري نظام دے او د بدلون يواځنې لار بېلټ دے٬ څوك هم دا حق نه لري چې اسلام آباد بند كړي٬ دا جهموريت نه دے٬ د پانامه كېس اورېدنه په ستره محكمه كښې كېږي٬ احتجاج د خپلې مرضې پرېكړې ترلاسه كولو لپاره دے٬ د پاكستان اولس پرمختګ٬ امن او استحكام غواړي٬ اولس په داسې ډول احتجاج كښې هېڅ دلچسپي نه لري۔ ده دا خبرې تېره ورځ په ګورنمنټ كالج لاهور كښې د وزيراعظم د لېپ ټاپ سكيم له مخې جوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال او خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پانامه تورونه داسې نه دي چې چارټ شيټ وګرځول شي٬ كه څوك ثبوت لري نو كېس په ستره محكمه كښې دے٬ په خپله جيوري جوړېدو سره پرېكړه كول درست نه دي۔ ده ووئيل چې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د ادارو احترام كوي او بايد ټول ګوندونه هم د آئين و قانون او د ادارو احترام باوري كړي۔ دپ ووئيل چې د عمران خان رويه د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ د مقبوليت سبب ګرځي٬ هم دا وجه ده چې د تېر يو كال په مهال په ګلګت بلتستان٬ آزاد كشمير او ضمني ټاكنو كښې مسلم ليګ﴿ن﴾ كاميابي ترلاسه كړې او دا په دې ګوند د اولس د باور څرګندونه ده۔ وفاقي وزير ووئيل چې حكومت د يو كال په موده كښې د كاغذ په ټوټه موجود اېم او يو د 46 اربه ډالرو په لوظنامه بدل كړو او اوس ئې عملي كولو لپاره اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل چې د سي پېك د 46 اربه ډالرو په پروژو كښې د 35 اربه ډالرو سرمايه كاري د توان په څانګو كښې ده۔ ده ووئيل چې هېواد اوس داسې مقام ته رسېدلې چې نړۍ ئې د يو ماركيټ په توګه ګوري۔ ده ووئيل چې تر ټولو زياته سرمايه كاري د تېرو دريو كلونو په مهال شوې۔ ده ووئيل چې كله مونږ حكومت ته راغلو نو د معيشت بد حال و۔ په هېواد كښې به 20 ٬ 20 ساعته لوډشېډنګ كېدو۔ د كراچې او بلوچستان حالات د تباهې په پلو روان وو خو د اوسني حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې ټول حالات ښه شوي دي۔ ده ووئيل چې د يو اېس نالج كارېډور له مخې به د سائنس او ټېكنالوجې په څانګه كښې 10 زره پي اېچ ډي پېدا كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې د كال 2014م د دهرنې د اربونو روپو بل لا هم حكومت ته ادا كول دي۔ په دستوره كښې 1100 زده كوونكو ته لېپ ټاپونه وركرې شول۔