د نيوزي لېنډ او د انګلېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

ماؤنټ مونګنوئي 27 فروري (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او د انګلېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ په ماؤنټ مونګنوئي كښې كېږي۔ د نيوزي لېنډ كوربه لوبډلې د پنځو مېچونو په دې سېريز كښې وړومبې مېچ ګټلې دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم مېچ به د مارچ په 3مه نېټه٬ څلورم مېچ به د مارچ په 7مه نېټه او پنځم مېچ به د مارچ په 10مه نېټه كېږي