په پاكستان سپر ليګ كښې به ﴿نن﴾ يو مېچ كېږي

دبئي 27 فروري (اے پي پي) په پاكستان سپر ليګ﴿ پي اېس اېل﴾ كښې به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ يو مېچ كېږي۔ د خبر له مخې په متحده عرب اماراتو كښې د پاكستان سپر ليګ مقابلې روانې دي۔ د ليګ نهم مېچ به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ د اسلام آباد يونائيټډ او د كوئټه ګلېډيئټرز ترمېنځه كېږي۔ د يادونې وړ ده چې د پي اېس اېل فائنل مېچ به د مارچ په 25مه نېټه په د كراچې په نېشنل كركټ سټډيم كښې كېږي