هرارې 09 فروری (اے پی پی) د زمبابوے د كركټ ښځينه لوبډلې په وړومبي ټي ټونټي مېچ كښې د آئرلېنډ ښځينه لوبډلې ته ماتې وركړه۔ په هرارې كښې په شوي مېچ كښې د آئرلېنډ لوبډلې وړومبې بېټنګ كولو سره په ټاكل شويو 20 اورونو كښې د اوو لوبغاړو په سوځېدو 101 منډې جوړې كړې۔ په ځواب كښې د زمبابوے لوبډلې دا هدف په 19.2 اورونو كښې د 4 لوبغاړو په سوځېدو پوره كړو