كرائسټ چرچ 27 جنوري (اے پي پي) په آئي سي سي انډر 19 نړيوال كښې به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ د افغانستان او آسټراليا ترمېنځه او د جنورې په 30مه نېټه به د پاكستان او هند ترمېنځه سېمي فائنل كېږي۔ د خبر له مخې په نيوزي لېنډ كښې د آئي سي سي انډر 19 نړيوال كركټ كپ مقابلې وروستي پړاؤ ته داخلې شوې دي۔ د دې ټورنامنټ په سيمي فائنل پړاؤ كښې څلور لوبډلو پاكستان٬ افغانستان٬ آسټراليا او هند ځائ جوړ كړے۔ د ټورنامنټ وړومبي سېمي فائنل به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ د افغانستان او اسټراليا ترمېنځه كېږي۔ دويم سيمي فائنل به د جنورې په 30مه نېټه د پاكستان او هند ترمېنځه كېږي۔ د دې ټورنامنټ فائنل به د فرورې په 3مه نېټه كولې شي۔